Back
امریکا وایی په افغانستان کښې اوږد مهاله شتون ته دوام ورکوی
Published: 1390/09/20 0:0News ID: 7842Source: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کښې دامریکا سفیر په دغه هیواد کښې دخپلو عسکرو داوږدمهاله شتون داحتمال خبر ورکړ .
زمونږ خبریال وایی په افغانستان کښې دامریکا سفیر رایان کروکر خبریالانو ته وویل احتمال شته چې دامریکا عسکر له 2014میلادی کال وروسته هم په افغانستان کښې شتون ته دوام ورکړی .
هغه دامریکا دعسکرو دشتون علت دافغانستان عسکرو ته روزنه او ورسره مرسته کول وباله .
له دې وړاندې هم په افغانستان کښې دخارجی عسکرو قوماندان جانل الین له دغه هیواده دامریکا دعسکرو دوتلو په پلان کښې دځنډ د راوستلو غوښتنه کړی وه .
دافغانستان خلکو په ځلونو په مظاهرو سره په خپل هیواد کښې دسولې دټینګیدا او دامنیت دراتلو یوازنۍ لاره دخارجی عسکرو وتل ګڼی ځکه چې کارپیژاندی باوری دی په افغانستان کښې پوځی ستراتژۍ ماته خوړلی ده .
له 2001 میلادی کال راهسې په افغانستان کښې دامریکا شتون دشل زرو (20000)کسانو دوژل کیدا ، دافغانستان دبیخ بنایی تاسیساتو دتباه کیدا ، دتاوتریخوالو دزیاتیدا او دنشه ایزو موادو دډیریدا سبب شوی .