Back
بهرنیان په افغانستان کې د اداری فساددر امینځته کیدا عامل دی
Published: 1390/09/20 0:0News ID: 7844Source: ایرکا خبری آژانس

ایرکا خبری آژآنس راپورورکړ د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن په کابل کې له اداری فساد سره د مبارزې د ورځې په مناسبت په یو لړ دستوروکې وویل د حکومتی چارواکو له خپلو خپلوانو سره د بهرنیانو له خوا تړونونه هم په دغه هیواد کې د اداری فساد د خپریدا یو بل مورد دی . هغه ټینګار وکړ بهرنۍ رسنۍ په تیره بیا بی بی سی هم د افغانستان په راتلونکی کې او همداراز په 2014 کال وروستیو کې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته ناکراریورامینځته کیدا په لمن وهلو سره په هیواد کې دفساد د پراختیا زمینه جوړونکې دی . کرزی دفساد پر ضد دنړیوالې ورځې په مناسبت په امانی لیسه کې په خپلې وینا کې له امریکا وغوښتل ،چې دافغانستان بانک پخوانی مشر عبدالقدیر فطرت دی راحاضر کړی ،چې معلومه شی څوک ملامت دی ؟
کرزی زیاته کړه دا مفسدین دطالبانو په څیر په بهر کې خوندی ځالې لری دوی هم ځی او هلته په امریکا او اروپا کې کینی او فساد دلته کوی .
د افغانستان له اداری فساد سره د مبارزې د مرکز مشر عزیز ا...لودین هم بهرنۍ موسیسې په دغه هیواد د پراخ فساد تورنې کړې او وې ویل د هغو مالی مرستو دوه اتیا فی صده برخه چې له افغانستان سره کیږی ،د بهرنیو موسیسو جیبونو ته لویږی
ناټو او امریکا کابو لس کاله کیږی چې پهافغانستان کې د امنیت د ټینګولو په ادعا سره دیره شوی دی خود وخت له تیریدا سره سره ددغه هیواد د ناکراریو او ستونزو د زیاتیدا اصلی لاملونه ګرځیدلی دی