په زابل کی دخوارځواکۍ په مرض د اخته ماشومانوشمېر دپخواپه پرتله دوه برابره زیاته شوې ده . دزابل دعامی روغتیاچارواکی وایی چې پدې وروستیوکې په دغه ولایت کې په خوار ځواکی ناروغی باندې اخته ماشومان ډېرشوی دی . دزابل دعامی روغتیا مرستیال ډاکترزمرى سلطان وایی چې په ورځنی ډول پدغه مرض اخته ماشوماان ورته دتداوی په موخه راوړل کیږی نوموړى زیاتوی چې په میاشت کې تردېرشو زیات ناروغانو درملنه کیږی . بل پلو دزابل په ولایتی روغتون کی دیوشمېر خوارځواکو ماشومانو میندې وایی چې کوم توکی چې دوى ته ورکول کیږی ددوی پرماشومانو مثبته اغېزه کوی . دیادونی وړده چی په زابل کی دعامی روغتیاچارواکی پداسی حال کی په خوارځواکۍ مرض داخته ماشومانو دډېروالی څخه په اندېښنه کی دی چی پدې ولایت کی دهوا دګرم والی له امله دنس ناستی ناروغی هم ډېره سوې ده .