Back
د هلمند بې ځایه شویو سره مرستې وشوې
Published: 1389/04/28 0:0News ID: 793Source: ایرکا خبری آژانس

د هلمند ولایت د سرې میاشتې ریاست لخوا پر هغو321 کورنیو، چې د نا امنیو او نورو ستونزو له کبله له خپلو سیمو کډو کولو ته اړ شوی دی، خوراکی او نور اړین توکی ووېشل شول.
د هلمند د سری میاشتی رئیس ډاکتر احمد الله احمدی وایی اوس هم دلته یو ستر شمیر کسان له بیلابیلو سیمو دهلمند مرکز لښکر ګاه او نورو سیمو ته کډه کوی، چې مرستو ته اړتیا لری.
د نوموړی په وینا د بې ځایه شویو کورنیو ډیرى هغه یې د مارجې او نادعلی اوسېدونکی دی.
ډاکتر احمد الله وویل، د دغه کورنیو اکثره یې دوه میاشتی وړاندی له نادعلی، نوزاد او مارجې ولسوالیو څخه ګډه شوی دی.
د احمدی په وینا، هغه مهال له دوى سره داسې څه په لاس کې نه و، چې مرسته یې ورسره کړې واى.
ده زیاته کړه، دغه توکی مې اوس تر لاسه کړه، نو ځکه مو په مرستو کې دومره ځنډ راغى.
که څه هم په دې مرستو کې ګڼ خوراکی او نور توکی یو ځاى وو، خو بې ځایه شوې کورنۍ وایی مرستې کافی نه دی او د دوى د کورنۍ د یوې اونۍ نفقه هم نه جوړوی.
د دغه کسانو له ډلې څخه، چې د مرستو د تر لاسه کولو لپاره انتظار باسی یو شمر یې وایی، له مجبورې ورځې دوى مرستې غواړی، ځکه د دوى په وینا اوس هم دوى خپلو سیمو ته نشی تللاى، ځکه هلته اوس هم ناامنی ده او هره ورځ پکې د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کیږی.
دوی غوښتنه کوی، چې د سرې میاشتی مرکزی دفتر دې له دوى سره بیا ژر او ترهغه وخته مرستې وکړی، چې په یادو ولسوالیو کې امنیت نه وی ټینګ شواى.
که څه هم چاروکی د مارجې، نادعلی او نوزاد ولسوالیو امنیت ښه بولی، خو ځای اوسیدونکی د یادوو ولسوالیو څخه هره ورځ د کډو د بار خبر ورکوی.
بی ځایه شوې کورنۍ چی هره ورځ د مهاجرینو او سرې میاشتې د ریاستونو مخې ته کرۍ ورځ تیروی، غوښتنه کوی، چې مرستندویه ټولنې دې دوى نه هیروی او د نورو مرستو لپاره دې لا کوټلی ګامونه واخلی.
د یادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې د هلمند د مهاجرینو د ریاست له لوری، هم د مارجې ولسوالۍ له دوه زره او اته سوه کورنیو سره د خوراکی او نور توکو د مرستو لړۍ پیل شوې وه، چې تراوسه دوام لری.
د مهاجرینو ریاست ویلی دی، چې له مارجې څخه راغلې دوه زره کورنۍ د ناامنی په خاطر نه شی کولاى بېرته خپلو کورنو ته ستنې شی.