ولسمشر حامد کرزی ویلی، چې افغانستان سیاسی ثبات ترلاسه کړى، خو افغانانو تر اوسه په خپل ورځنی ژوند کې شخصی مصئونیت نه دى ترلاسه کړى. نوموړی دغه څرګندونې له امریکایی ټلویزیون (سی اېن اېن) سره په یوه مرکه کې کړې، چې ټاکل شوې، نن د ورځې په اوږدو کې خپرې شی. امریکایی اژانس (اى پی) د دې مرکې ځینی جزئیات خپاره کړی دی. په دې مرکه کې ولسمشر حامد کرزی زیاته کړې: ((نړیوال ځواکونه او د افغانستان حکومت په تېرو لسو کلونو کې په دې توانیدلی، چې په هېواد کې سیاسی ثبات رامنځته کړی.)) خو ولسمشر کرزی ویلی، چې نړیوال ځواکونه، د امریکا متحده ایالات او د افغانستان حکومت په دې نه دی بریالی شوی، څو افغانانو ته د هغوى په شخصی ورځنی ژوند کې ثبات او مصئونیت ور په برخه کړی. نوموړى وایی، چې ګډو ځواکونه په دې توانیدلی، څو د وسله والو طالبانو فعالیتونه کم کړی، خو کرزی په دې مرکه کې دا نه دې ویلی، چې دوى په دې جګړه کې بریالی شوی دی. هغه زیاته کړې: ((موږ باید لږ انتظار وباسو، تر څو وګورو، چې په ریښتینی توګه افغان ولس زموږ د بریالیتوبونو او لاسته راوړنو له ګټو څخه برخمن شی.)) ولسمشر کرزی دغه راز په دې مرکه کې ویلی، چې حکومت یې د طالبانو لپاره د سیاسی دفتر د پرانیستو هرکلى کوی، چېرې چې افغان او نور چارواکی وکولاى شی، له هغو سره د روانې جګړې د سیاسی هوارۍ پر لارو چارو خبرې وکړی. د نوموړی په وینا، که چېرې د سیاسی دفتر د پرانیستلو په اړه په خپله طالبان پرېکړه وکړی، نو دا به د دې په مانا وی، چې دوى د سولې له خبرو اترو سره مخالفت نه لری. په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى کولو په موخه د سولې خبرې اترې هغه مهال ټکنۍ شوې، چې د سولې د عالی شورا مشر استاد برهان الدین ربانی د وږی په 29مه، په کابل کې په یوه ځانمرګی برید کې ووژل شو. د هغه له وژل کېدو وروسته ولسمشر حامد کرزی له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې او زیاته یې کړه، چې هغوى د سولې لپاره ځانګړى ادرس نه لری. تېره اونۍ د ولسمشر په مشرۍ د جهادی مشرانو په یوه غونډه کې وړاندیز وشو، چې که په افغانستان کې شونى نه وی، نو طالبان کولاى شی په ترکیه یا سعودی عربستان کې دفتر پرانیزی. له امریکایی ټلویزیون سی اېن اېن سره په دغه مرکه کې ولسمشر حامد کرزی ویلی: ((د طالبانو ادرس یا دفتر باید څرګند وی، استازی یې باید واکمن وی او د طالبانو د تحریک کره استازیتوب وکړاى شی.)) ولسمشر کرزی په دې مرکه کې په ډاګه کړې، څرنګه چې د طالبانو مشران په ګاونډی هېواد پاکستان کې مېشت دی؛ نو ځکه د سولې د ریښتینې پروسې او خبرو اترو د بریالیتوب لپاره د پاکستان ګډون او همکاری مهمه ده.