Back
هلمند کې د دولت دوه مخالفین ونیول شول
Published: 1389/04/28 0:0News ID: 804Source: ایرکا خبری آژانس

په هلمند کی امنتی چارواکو د دولت د دوه مخالیفینو د نیولو او یوه ماین د شنډولو خبر ورکړ.
په هملند ولایت کې د ملی امینت یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې په رسینو کې یاد شی وویل، چې په تېرو دریو ورځوکې یې د یو لړ ترسره شویو عملیاتو پر مهال اته میله وسله او درې حلقې ماینونه د یاد ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې نیولی دی.
د سرچنی په وینا، له دوه میله وسلو سره، چې د ګرېشک ولسوالۍ د مالګیر په سیمه کې نیول شوې وې، دوه تنه هم نیولی دی، خو د پاتې شپږو میله وسلو په تور تردې دمه څوک ندی نیول شوی، خو په اړه یې پلټنې روانې دی.
د ملی امینت دغه سر چینه وایې، چې درې ماینونه یې هم وړاندې تر چاودلو د ښار په بېلابېلو برخو کې نیولی دی، چې یو یې هم دا نن د دوشنبی په ورځ د ګازو بازار په ګڼه ګوڼه کی کشف او له منځه یوړل شو.
د ګازو هټیوال وایې، که د یاد ماین د چاودلو مخنوى نه واى شوى ډیر ملکی وګړی به یې وژلی او ټپی کړی واى.
د یادولو وړه ده، چې تېره اونۍ هم پولیسو درې عرادې موټر سایکلې وړاندې تر دې، چې چاودنه رامنځته کړی له یوه تن سره د ښار په بېلابېلو برخو کې نیولې وې.