Back
حامدکرزی هیله وښوده چې د جوبایډن څرګندونې به د سولې لپاره پیغام شی
Published: 1390/10/10 0:0News ID: 8102Source: ایرکا خبری آژانس

حامد کرزی د امریکا د مرستیال ولسمشر پر هغو څرګندونو خوښی وښوده، چې ویلی یې دی طالبان د امریکا دښمنان نه دی او هیله یې څرګنده کړه، چې دا کار د افغانستان لپاره د سولې پیغام واوسی.
افغان ولسمشر حامد کرزی ، چې نن یې په کابل کې د عبدالصمد خان اڅکزی د څلوېښتم تلین په اړه جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې ، وویل : ((موږ په دې خبره خوشحاله یو چې د افغانستان د خلکو د ازار او درد پلمه ورکه سی ، افغانستان ارام سی ، په کرار سی او دا انشاالله زموږ لپاره د سولې او کرارۍ یو پېغام واوسی .))
د امریکا د متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر جوبایډن د لیندۍ په ورستیو کې وویل چې د 2001 میلادی کال د سپتبمر له پېښې مخکې د کابل واکمنان ( طالبان ) د امریکا دښمنان نه دی.
خو یوه ورځ وروسته د امریکا د دفاع وزارت وویل هر هغه څوک چې پر امریکایی سرتېرو بریدونه کوی ،امریکا یې خپل دښمن ګڼی.
د سولې د خبرو لپاره په دې وروستیو کې هڅې ډیرې شوې دی.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، د روان کال د لیندۍ د میاشتې په نیمایی کې امریکا، قطر او جرمنی په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانېستو هوکړه وکړه او ویل کیږی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم شوې دی.
یاد شوى دفتر تر اوسه نه دى پرانېستل شوى ، خو د راپورونو له مخې، امریکا منلې، چې پنځه تنه پخوانی لوړپوړی طالبان د ګوانتانامو له زندان څخه خوشې او په قطر کې نظربند شی.
د افغانستان دولت ویلی چې یاد شوی طالب مشران باید دوى ته وسپارل شی.
دغه راز د سولې د عالی شورا یو چارواکی ویلی چې ځینې طالب مشران د سولې د خبرو لپاره قطر ته تللی دی .
که څه هم د افغانستان حکومت مخکې ویلی و ، چې د طالبانو لپاره دې دفتر په سعودی عربستان او یا ترکیه کې جوړ شی ، خو وروسته یې په قطر کې هم د طالبانو د دفتر له جوړېدو سره موافقه وښوده.
د افغانستان دولت ټینګار کوی، چې د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ پر مخ یووړل شی.
د یادونې ده ، چې طالبانو تر اوسه په قطر کې د دفتر د پرانېستو په اړه په داسې حال کې څه نه دی ویلی ، چې پخوا به یې د دا ډول مسایلو په اړه ډېر ژر غبرګون ښوده او تل به یې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کاوه.