د نیمروز ولایت امنیتی مسوولیت نن د رسمی مراسمو په ترڅ کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو. دا مراسم چې د نیمروز په مرکز کې ترسره شول، د امنیتی مسوولیتونو د لېږد کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزی، د کورنیو چارو او پوهنې وزارتونو مرستیالانو، د ملی دفاع د پلیو ځواکونو عمومی قوماندان مراد علی مراد، د هلمند والی ګلاب منګل، د نیمروز والی عبدالکریم براهوی او د دې ولایت یو شمېر مشرانو په کې ګډون کړى وو. په دې مراسمو کې د نیمروز والی وویل، چې بهرنیو ځواکونو مخکې یواځې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې شتون درلود او د دې ولایت ټول امنیت د پولیسو له خوا ټینګ شوى وو. براهوی زیاته کړه، چې پولیس د دې ولایت د اوسېدونکو په مرسته دې ته چمتو دی، څو د بهرنیو ځواکونو په نه شتون کې هم د دې ولایت امنیت ټینګ کړی. د نیمروز والی وزګارتیا، روغتیایی او د پوهنې خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسى، د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د مواصلاتی لارو نه شتون او د دې ولایت د چارواکو له خبرولو پرته له مرکز څخه د خلکو ګومارل، هغه ستونزې وبللې چې په دې ولایت کې شتون لری. براهوی همدارنګه زیاته کړه، چې له نیمروز سره شوو ژمنو باندې وزیرانو عمل نه دى کړى او د خپلو واحدونو په پرتله په دې ولایت کې د مسوولیت احساس نه کوی. د نیمروز د ولایتی شورا مشر نجیب الله ناصر، په دې مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې له دولت څخه وغوښتل، چې نیمروز له درېیمې درجې څخه دویمې ته لوړ کړی او د کمال خان بند د جوړولو چارې، چې سوکه پرمخ ځی، چټکې کړی. وروسته بیا د امنیتی مسوولیتونو د لېږد کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزی، د دې ولایت د امنیتی ځواکونو له کړنو څخه په مننې سره وویل، افغان ولس پر ملکی ادارو باور له لاسه ورکړى دى؛ خو د هېواد 99 سلنه وګړی پر افغان ځواکونو اعتماد لری. هغه وویل: ((که موږ خواړه هم ونه لرو، خپل امنیتی ځواکونه سنبال او مالی مرسته به ورسره کوو.)) اشرف غنی زیاته کړه، چې په نیمروز کې ستونزې په اقتصادی برخه کې د ناکامیو زېږنده دی؛ ځکه چې موږ و نتوانېدو، څو خپلې ژمنې ترسره کړو. غنی وویل: ((اوبه لرو، خو له اوبو پرته ژوند کوو.)) هغه زیاته کړه چې د اوبو سیسټم باید تنظیم شی. په دې مراسمو کې د امریکا د سمندری ځواکونو قوماندان جان تولن هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، د امنیتی مسوولیتونو پر لېږد د هغوى مرستې سرته نه رسېږی، کله چې افغان ځواکونه د مرستې غوښتنه وکړی، د هغوى ځواکونه همکاری ته چمتو دی. د نیمروز د امنیتی مسوولیت د لېږد مراسم د اشرف غنی له لوری د میوند 215 قول اردو قوماندان او د دې ولایت امنیه قوماندان ته د افغانستان د بیرغ په سپارلو سره پاى ته ورسېدل. د امنیتی مسوولیتونو د لېږد دویم پړاو چې د روان کال د لیندۍ په لسمه، د پروان ولایت له سیاه ګرد او شینوارو ولسوالۍ پرته په دې ولایت کې پیل شو او وروسته بیا په ډایکندی، پروان، سمنګان او د هلمند په ځینو ولسوالیو کې پلى شو. په دې پړاو کې د بلخ، ډایکندی، تخار، سمنګان، کابل او نیمروز ولایتونه او د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فیض اباد، غزنی، میدان ښار او قلعه نو ښارونه شامل دی. په دویم پړاو کې د بدخشان ولایت یو شمېر ولسوالۍ او د بادغیس، هلمند، هرات، لغمان، ننګرهار، سرپل او میدان وردګ ولایتونه شامل دی، چې د دې بهیر په پلی کېدو سره به د هېواد پنځوس سلنه خاوره تر امنیتی پوښښ لاندې راشی. د یادونې وړ ده، چې د امنیتی مسوولیتونو دلېږد لومړى پړاو د روان کال د چنګاښ له 26مې د بامیان له ولایت څخه پیل او وروسته بیا په پنجشېر او له سروبی ولسوالۍ پرته په کابل ولایتونو او مهترلام، لښکرګاه، هرات او مزارشریف ښارونو کې ترسره شو.