د کابل نړیوال تاریخی کنفرانس، چې پکې د نږدې 70 هېوادونو استازی ګډون لری نن د سې شنبې په ورځ د جمهور رئیس حامد کرزی په وینا پیل شو. تمه ده په دغه کنفرانس کې د افغان دولت لخوا پراختیایی پلانونه په پنځو برخو کې وړاندې شی. د ملګرو ملتونو سرمونشی بانکی مون، له جمهور رئیس کرزی سره یو ځاى د دغه کنفرانس کوربتوب په غاړه لری. په کابل ښار کې د کنفرانس لپاره له څو وروځو راهیسې ټینګ امنیتی تدابیر نیول شوی، د ښار په هره سیمه کې امنیتی ځواکونه لیدل کېږی، چې د موټرو او خلکو تالاشۍ او څار کوی.