Back
بان کی مون، د دوامدارو مرستو ژمنه وکړه
Published: 1389/04/29 0:0News ID: 826Source: ایرکا خبری آژانس

د ملګرو ملتونو سرمنشی بان کی مون د کابل نړیوال کنفرانس د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، د افغانستان په اړه د لندن د کنفرانس په تعقیب دوى هڅه کوی، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو ژمنې تازه کړی.
نوموړی وویل هیله من دى، چې افغان حکومت د خپل برخلیک په ټاکلو کې په خپله ګام واخلی او پر خپل ځان بسیا شی.
بانکی مون له افغانانو وغوښتل، چې خپل حکومت پیاوړى کړی، اقتصاد ته وده ورکړی او د ملی ګټو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړی.
نوموړی ژمنه وکړه، چې دا کنفرانس له افغانستان سره د همکارۍ د ټینګار ښکارندوى دى، چې په وینا یې په 2008 کال کې د پاریس کنفرانس په څېر نړیوال د دغه هېواد له امنیت او افغان شموله همغږۍ رامنځ ته شی.