Back
د پنجوایی ولسوال په یوه ځانمرګی برید کې ووژل شو
Published: 1390/10/22 0:0News ID: 8307Source: ایرکا خبری آژانس

د کندهار د پنجوایی ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو دوو زامنو او دوو ساتونکو سره په یوه ځانمرګی برید کې ووژل شو.
د ولایت د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی د مرغومی په 22مه، چې دا برید نن مازیګر ناوخته په څلور نیموبجو د پنجوایی ولسوالۍ په دوه لاری کې هغه مهال وشو، چې ولسوال بیرته کندهار ښار خپل کور ته روان و.
هغه زیاته کړه چې ځانمرګی برید کوونکی له چاودیدونکیو توکیو ډک خپل موټر د پنجوایی ولسوال حاجی فضل الدین اغا له موټر سره وجنګولو.
د نوموړی په دې برید کې ولسوال، دهغه دوه زامن او دوه ساتونکی وژل شوی دی.
ایوپی وایی چې په دې پیښه کې اوه پولیس او یو عام وګړی ټپی شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی.
طالب ویاندقاری یوسف احمدی ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلی یی دی چې په دې برید کې د ولسوال په ګډون اته تنه وژل شوی دی.
ولسمشر حامد کرزی دغه پیښه په کلکه غندلې ده.
پرون ددې ولایت امنیه قوماندان جنرال رازق هم له یوه ځانمرګی بریده روغ وتلی و.