Back
ولسمشرکرزی د امریکایی سرتېرو لخوا درې جسدونو ته سپکاوى وغانده
Published: 1390/10/22 0:0News ID: 8308Source: ایرکا خبری آژانس

ولسمشر حامد کرزی هغه کړنه په کلکه وغندله اوغیر انسانی عمل یې وباله، چې په یوه ویـډیو کې ځینې امریکایی سرتېری درې جسدونو ته ، چې ګومان کیږی د وسلوالو طالبانو وی، سپکاوى کوی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا پژواک ته د مرغومی په 22مه، په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د افغانستان حکومت د امریکا له متحده ایالتونو غوښتی، چې د خپرې شوې ویډیو په اړه عاجلې څېړنې وکړی او د پېښې عاملینو ته به یې کلکه سزا ورکړی.
دغه ویډیو،چې پرون دانټرنیټ په یوټیوب پاڼه کې خپور شوى، پکې ښودل شوی، چې څلور امریکایی سمندری (میرین) سرتېری په افغانستان کې د درېیو وژل شویو افغانانو، چې ډېر ګومان کېږی، طالبان دی، پر جسدونو متیازې کوی.
که څه هم تراوسه دا نه ده په ډاګه شوې، چې دا پېښه به کله او په کوم ځاى کې رامنځته شوې او نه هم تر اوسه دا تایید شوې، چې ګوندې دا ویډیو دې اصلی وی، خو باید وویل شی، چې دامریکا ډېرى سمندری سرتېری په هلمند ولایت کې مېشت دی.
د افغانستان د ملی دفاع وزارت هم دغه ناوړه کړنه په کلکه غندلې ده .
پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ملی دفاع وزارت ویلی ، چې د امریکایی سرتېرو لخوا جسدونو ته سپکاوى، په کلکه غندی او د ایساف او امریکا څخه غواړی، چې عاملینو ته یې سخته سزا ورکړی.
همدارنګه په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتی دفتر لخوا پژواک ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی ، چې دغه کړنه له هغو معیارونو سره سر نه خوری، چې دایساف سرتېری یې لری.
سرچینې زیاته کړې، چې ایساف دغه کړنه په کلکه غندی .
په خبرپاڼه کې ویل شوی ، کومو سرتېریو چې دغه کار ترسره کړى اوس په افغانستان کې نشته او خپل هېواد ته ستانه شوی دی.
سرچینې زیاته کړې : (( دغه راز دغه شرموونکى کار په افغانستان کې د ایساف اړونده سرتېرو هغو قربانیو ته هم سپکاوى دى، چې دلته یې ورکړی دی. ))
ایساف ویلی ،چې په امریکا کې د جُرمی کړنو د پلټنو ادارې په دې اړه پلټنې پیل کړی او څوک چې په دې کار کې ککړ ثابت شی د قانون منګولو ته به یې وسپاری.
له بلې خوا په واشنګټن کې دامریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اړونده د سمندری ځواکونو د عامه اړیکو دفتر لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دوى په دې اړه څېړنې پیل کړې دی.
سرچینې زیاته کړې : (( په دې ویډیو کې، چې کومې صحنې ښودل شوې دی دا زموږ د سرتېرو له شخصیت او حیثیت سره سر نه خوری .))
د امریکا د سمندری ځواکونو قوماندانۍ ویلی، چې دوى په دې اړه بشپړې پلټنې پیل کړی او هڅه کوی، د هغو کسانو د هویت په اړه معلومات ترلاسه کړی، چې په دې ویډیو کې مړو ته د سپکاوی پر مهال ښودل شوی دی.