Back
کلنټن: د پالیسۍ د اهدافو له مخې به ژمنې وغځوو
Published: 1389/04/29 0:0News ID: 835Source: ایرکا خبری آژانس

د کابل کنفرانس ګډونوالې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلری کلنټن د خبرو په پیل کې وویل، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګریز ترانزیت پرېکړه لیک د دواړو ګاونډیو هېوادونو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.
کلنټن ژمنه وکړه، چې د افغانستان د پالیسۍ د اهدافو له مخې به له دغه هېواد سره خپلې مرستې وغځوی.
نوموړې زیاته کړه، چې په دغه هېواد کې لاسته راوړنې به وارزول شی او د پرمختګ پر وړندې ستونزې به یې له منځه یوسی.
هیلری کلنټن وویل، چې د 2011 په جولای میاشت کې به افغان امنیتی ځواکونو ته د امنیتی چارو سپارل پیل شی، خو په څنګ کې به یې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، جمهور رئیس کرزی وسله والو ته د پخلاینې پروګرام پیل کړی، خو دا به وروسته جوته شی، چې ایا وسله وال له القاعدې سره خپلې اړیکې شلوی، اساسی قانون منی او د ښځو حقونه منی او که نه؟