د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې تېره شپه افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ عملیات کړی، چې د دوى په ویناد دولت پینځه وسله وال مخالفین یې پکې وژلی او پینځه نور یې له سلګونه وسلو او مهماتو سره نیول دی. د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزی کلید ته وویل، چې عملیات د خوګیاڼو د وزیرو په ناصرغونډۍ کې شوی، چې د ده په ویناوژل شویو کې یې د دولت د مخالفینو یو مهم قومندان هم شامل دى. عبدالزى، چې عملیات د کره معلوماتو له مخې شوی ګڼی، وایی وژل شویو او نیول شویو کسانو د ننګرهار په وروستیو ناامنیو کې لاس درلود، چې ترې د ګڼو وسلو او مهماتو ترڅنګ د ناچاوده توکیو او د ملی اردو د سرتېرو د څلویښت هویت کارتونه نیول شوی. د ننګرهار د والی ویاند د ملی امنیت ادارې لخوا د دې ولایت د وروستیو ناامنیو په تور د دوه تنو نورو د نیونې خبر هم ورکوی. په ختیځ کې د ایساف مطبوعاتی ادارې بیا کلید ته د عبدالزی د نورو خبرو په تایید سره وویل، چې عملیات په خوګیاڼو ولسوالۍ نه بلکې په شېرزادو ولسوالۍ کې شوی. د وسله والوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ناڅرګند ځایه کلید ته په ټلیفون د پورته سرچینو برعکس وویل، چې د تېرې شپې عملیات د سره رود ولسوالۍ پرټننګ سیمې شوی، چې پکې د درېیو وسله والو طالبانو ترڅنګ دوه ولسی وګړی وژل شوی او یو شمېر نور ولسی وګړی نیول شوی. د خوګیاڼو یو شمېر استوګنو بیا پرته له دې، چې د وژل شویو او نیول شوو د هویت په اړه څه وایی، کلید ته وویل، چې عملیات د دوى ولسوالۍ کې شوی، چې دوى پکې د بهرنیو ځواکونو پر شتون نیوکه لری. ننګرهار، چې وروستیو ناامنیو یې د دې ولایت ګڼ خلک اندېښمن کړی وو،دا یې د دې ناامنیو په ترڅ کې د دولت پلوو ځواکونو تر ټولو ستر عملیات دی.