له هغه وروسته چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دټرانزیټ دتړون دلاسلیک اعلان وشو، په کندهار کې افغان پانګوال اوموټرچلونکې ورته زیات هیله من دی . دغه تړون تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان و پاکستان د سوداګری وزیرانو تر منځ لاسلیک شو. نوموړى تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ دډېر اهمیت وړ بلل شوی چې له مخې به یې پاکستان د افغانستان باروړونکی موټرونو ته اجازه ورکوی چې خپل سوداګری مالونه د پاکستان له لاری هند ته ولیږدوی. ددې تړون له مخې به یې افغانی پیداوار دهند ترواګه اودپاکستان ترکراچی بندرپوری رسولاى شی . په کندهارولایت کې که څه هم دسوداګرۍ دخونی چارواکې په دې اړه له څه ویلوڅخه ډډه کوی ، خو پانګوال اوعام ښاریان دغه تړون ته زیات طمع لری . ددغه ولایت یو تن ملی پانګوال حاجی نصر الله زهیر نوموړى تړون یو مهم ګام بولی. زهیر ته وویل: پخوا به کله چې موږ له یوه ځای څخه بل ځای ته تجارتی مالونه لیږدول په وزن کې کموالی راتلې ، خو اوس دغه تړون موږ ته فرصت ورکوی چې خپل مالونه نیغ په نیغه ولیږو. دغه پانګوال وایی چی تر دې وروسته به ددوى د اموالو د ضایع کېدو او د بې ځایه مصارفو مخه نیول کیږی او مالونه به یې هم نه خرابیږی. کندهاراو ګاونډی ولایتونه یې چی دهیواد دنوروبروخوپه پرتله زیات کرنېزحاصلات لری ، ځایې اوسېدونکى یې هم دغه تازه ګام دافغان ځمکه والواوپانګوالولپاره یومهم اوحیاتی ګام بولی . دکندهاردگن شمېرپانګوالوپه وینا ددغه تړون لاسلیک کول د سیمه ییزې سوداګرۍ او پراختیا په لاره کې یومهم ګام دى . تردې مخکې افغان پانګه والونشوکولاى چې په مستقیمه توګه دپاکستان له لاری دهندتربندره پوری کرنیزپیداوارچې تازه ا ووچې مېوې اودغه رازحیوانی محصولات و ،ورسوی . تردې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ ټریډ په اړه تړون په 1965 زېږدیز کال کې لاسلیک شوى و، خو په دې وروستیو کې په دې تړون کې یو شمېر بدلونونه راغلی وو او له څه مودې راهیسې خبرې اترې روانې وې، خو کومې پرېکړې ته نه وې رسېدلې. دهیواد داقتصاد وزېری ډاکترانورالحق احدی وایې چې ددغه نوی تړون له مخې به افغان موټرچلونکې اوکلېنران وېزی اوپاسپورت ته هم اړتیاونلری اوګڼی اسانتیاوی به رامنځ ته کړی .