Back
افغانستان او فرانسې د دوستۍ او همکارۍ تړون لاسلیک کړ
Published: 1390/11/08 0:0News ID: 8519Source: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکارۍ د تړون له لاسلیک وروسته د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزی وویل چې د دوه اړخیزې معاهدې په اساس به فرانسه له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره د معارف، صحت، اقتصاد او فرهنګ په برخو کې مرستو ته دوام ورکړی.
د ولسمشر د ویندوی له دفتر څخه د سلواغې په 8مه، پژواک خبری اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دی چې دا تړون تیر ماښام د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو د فرانسې په جمهوری ریاست کې لاسلیک کړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخې پر دې تړون له لاسلیک کولو وروسته دفرانسې ولسمشر په خبری ناسته کې ټینګار وکړ چې هېواد به یې د افغان امنیتی ځواکونو په روزلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړی.
سرکوزی د افغانستان له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د کاپیسا ولایت امنیتی مسؤولیتونه دې په راتلونکی کې افغان ځواکونو ته وسپاری.
دیادونې وړ ده چې په کاپیسا ولایت کې دایساف فرانوسوی ځواکونه میشت دی او په تیره یوه میاشت کې دوه ځلې د ملی اردو سرتیرو لخوا پر فرانسوی سرتیرو ډزې وشوې او 6 سرتیری یې ووژل ،په وروستې پیښه کې چې څلور فرانسوی سرتیری ووژل شول، د فرانسې ولسمشر له مهال ویش څخه مخې د خپلو سرتیرو دویستلو او د افغان ځواکونو دروزنې د پروسې ددرولو اعلان وکړ.
په یاده خبری غونډه کې ولسمشر حامد کرزی دفرانسې د ښې مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او د افغانستان او فرانسې تر منځ یې د دوستۍ او همکارۍ د تړون د لاسلیک له امله خوښی څرګنده کړه.
حامد کرزی زیاته کړه چې د دوستۍ او همکارۍ د معاهدې د لاسلیک سره فرانسې د افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنه نوې کړه.
دغه راز ولسمشر حامد کرزی د هغو څلورو فرانسوی سرتېرو د وژنې له امله چې په افغانستان کې وژل شوی دی، د فرانسې خلکو ته تسلیت ووایه او د امنیت او ثبات په راوستلو کې یې د فرانسوی سرتېرو د قربانیو، قدردانی وکړه.
هغه زیاته کړه: ((د افغانستان خلک په داسې حال کې د فرانسې خلکو ته خواخوږی او تسلیت وایی، چې په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د دوی قوی ملاتړ له امله مننه کوی.))
حامد کرزی افغان ځواکونو ته د امنیتی مسؤولیتونود لیږد په اړه وویل چې افغانستان تیار دی چې دا مسؤولیتونه له 2014 کال مخکې هم په خپله غاړه واخلی.
ده زیاته کړه چې د افغانستان حکومت به دوه میاشتې وروسته د کاپیسا ولایت امنیتی مسؤولیتونه له فرانسوی سرتېرو څخه افغان امنیتی ځواکونو ته انتقال کړی.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی چې ددوستۍ او همکارۍ ددې تړون له مخې به فرانسه له افغانستان سره د دفاع او امنیت، کرنې او د کلیو د پراختیا، روغتیا، معارف او لوړو زده کړو، فرهنګ او لرغون پېژندنې،د ښې حکومتدارۍ او د قانون د حاکمیت، زیربنایی جوړښتونو، اقتصاد، مالی چارو، سوداګرۍ او صنعت په برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوی.
سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکاریو دغه معاهده به د شلو کلونو لپاره اعتبار ولری.
دیادونې وړ ده چې وړمه ورځ افغانستان له ایټالیا سره هم دا ډول تړون لاسلیک کړی و او ټاکل شوې ده چې نن ولسمشر حامد کرزی بریتانیا ته دسفر پر مهال له دغه هیواد سره هم دا ډول تړون لاسلیک کړی.