Back
د چاودنی له امله 2 تنو ته مګر ژوبله واوښته
Published: 1389/04/30 0:0News ID: 854Source: ایرکا خبری آژانس

د کندهار ښار د هرات بازار د خیری مارکیټ او نوی سړک ترمنځ سیمه کې چاودنه رامنځته شوه، چې پکې یو تن وژل شوى او یو بل ژوبل دى.
د کندهار د امنیت امر سمنوال فضل احمد شېرزاد په سیمه کې خبریالانو ته وویل، دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله، چې یوه کس غوښتل تېره ورځ له یادې سیمې څخه د یوه لاس گاډی په واسطه چاودیدونکی توکی تېر او ورته په کوم بل ځاى کې چاودنه ورکړی.
هغه زیاته کړه، چې له یاد تن څخه په دې سیمه کې لاس ګاډى چپه او په پایله کې یې چاودنه رامنځته شوه.
د چاودنې وروسته د ځانی زیان ترڅنگ مالی زیان هم اوښتى، چې پکې د یادې سیمې یو شمېر دوکانونه هم زیانمن شوی.
د دې چاودنې پړه تردې مهاله د دولت کومې مخالفې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
د یادونې وړ ده، چې په کندهار ښار کې ورځ تر بلې امنیتی حالت مخ پر خرابېدو دی، چې یوه ښه بیلگه یې د کندهار ښار اړوند د نوجان د سیمې پر امنیتی پوستې د وسلوال برید وو.