Back
په پېښور کې ځانمرګی برید درې تنه ووژل او 8 نور ټپیان کړل
Published: 1390/11/10 0:0News ID: 8567Source: ایرکا خبری آژانس

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې ځانمرګی برید یوولسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پېښور د پولیسو یوه لوړ پوړی چارواکی سراج احمد خبریالانو ته وویل، چې برید نن (د سلواغې لسمه) مازیګر د پېښور د پخه غلام په سیمه کې د انصار الاسلام ډلې د یوه مشر حاجی اخوندزاده په کور کې ترسره شو.
نوموړی زیاته کړه، چې په پېښه کې د حاجی اخوندزاده او د هغه د زوم په ګډون درې تنه وژل شوی او 8 نور ټپیان دی.
د پېښې یوه عینی شاهد سهیل احمد پژواک ته وویل، چې ده په خپلو سترګو د یوه ماشوم په ګډون درې جسدونه او 7 نور کسان په ټپی حالت کې ولیدل.
په پېښور کې د بمونو شنډولو یوه سرچینه وایی، چې په دغه برید کې له څلورو تر پنځو کیلو پورې چاودېدونکی توکی کارول شوی دی.
د حاجی اخونزاده ورور محمد امین پژواک سره په خبرو کې کې ادعا وکړه، چې دغه برید د لښکر اسلام ډلې ترسره کړى دى.
نوموړی زیاته کړه: ((زما په ورور له دې وړاندې هم درې بریدونه شوی وو؛ خو هغه ته په کې کوم تاوان نه و اوښتى او له دې وړاندې دغه ترهګرو زما درې زامن په بېلابېلو پېښو کې وژلی دی.))
د پېښور د لیډی ریډنګ روغتون یوه ډاکټر طارق پژواک ته وویل، چې دوى ته تراوسه 3 جسدونه او د دوو ماشومانو په ګډون 8تنه ټپیان وروړل شوی، چې د 5تنو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ دى.
د یادونې وړ ده، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ایجنسۍ کې د دوو مذهبى ډلو (انصار الاسلام او لشکر اسلام) ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې اختلافات شتون لری او یو پر بل بریدونه کوی.