Back
کندهار کې یو مخابراتی انتن ونړول شو
Published: 1389/04/30 0:0News ID: 866Source: ایرکا خبری آژانس

دکندهار د نوی ښارپه سېمه کې د نجیب الله مجددی په نوم په هستوګن ځایونو کې د ګڼو کورونوترمنځ د یوې مخابراتی شبکې انتن درول شوی وو چې، پرون ونړول شو.
د کندهارښاروال غلام حیدر حمیدی ته وویل :
«د مخابراتی انتنونو ګیر چاپیر پنځه متره خورا خطرناکې وړانګې خپروی چې د ډیرو ناروغیو لامل ګرځی ځکه نواجازه نه شته چې، انتنونه د کورونو خوا او شا جوړشی .»
د ښاروال په خبره چی نوموړی انتن یوازی د درو متروپه فاصله د هستوګنې له ځایو سره درول شوی وو چې نن ددوی له خوا و نړول شو.
هغه زیاته کړه چې ددې انتن خبر د ځایی وګړو له خوا دوی ته وړکړل شوی وو.
دا په داسې حال که ده چې، کابل ښاریان لخوا د ګڼو انتونو د شتون شکایتونه په وار، وار دولت ته شوی وو ، خو دولت تر اوسه د هغو خبرو ته پام نه دی نیولۍ.