Back
کندوز کې په سلګونه ماینونه او مرمۍ کشف شول
Published: 1389/04/30 0:0News ID: 876Source: ایرکا خبری آژانس

د کندوز امنیه قومندانۍ خبر ورکړ،چې د ارچې او خواجه غار ولسوالیو ترمنځ یی د مهماتو زیرمتون کشف او ترلاسه کړیدی.
د یاد ولایت امنیه قومندان جنرال محمد رزاق یعقوبې نن خبریالانو ته وویل، چې د تېرو 3 ورځو په ترڅ کې یی د ارچې ولسوالې په مربوطاتو کې 356 حلقې د پرسونل ضد ماینونه، 35 فیره بیم یک راکټ مرمۍ او 10 بکسې د سپکو وسلو مرمۍ، چې 5000 زره فیره مرمۍ کیږی کشف او ترلاسه کړی دی.
یعقوبې زیاته کړه، چې پدی تړاو یی تر اوسه پورې څوک ندی نیولې.
هغه وویل، چې د دولت ضد خلکو غوښتل، چې د دغومهماتو ځنی د دغه ولایت په ورانیو کې کار واخلې، چې په دی اساس د دغو مهماتو یو څه یی چاردرې ولسوالۍ ته انتقال کړی وو.
خو یقعوبې دا څرګنده نه کړه، چې دا د کوم هېواد اړوند وسلې وې.