Back
ولسمشر کرزی په اسلام اباد کې له یوسف رضا ګېلانی سره ولیدل
Published: 1390/11/27 0:0News ID: 8795Source: ایرکا خبری آژانس

ولسمشر حامد کرزی د پاکستان له لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلانی سره په اسلام اباد کې ولیدل.
دواړو مشرانو ساعت مخکې ( دوولس بجې) په دې لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه جګړه، د سیمې پر حالاتو او له وسلوالو طالبانو سره د سولې د پروسې په تړاو خبرې اترې وکړې.
په دغې ناسته کې له ولسمشر کرزی سره تللی پلاوی، د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کیانی، بهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کهر، د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، د دفاع وزیر احمدمختار، د سرحدونو چارو وزیر انجنیر شوکت الله او یو شمېر نورو پاکستانی چارواکو هم ګډون کړى و.
ولسمشر کرزی او ګېلانی د پاکستان او افغانستان د دوه اړخېزو اړیکو پر پراختیا او په خپل منځ کې د بې باورۍ پر ختمولو ټینګار وکړ.
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزى د پاکستان له ولسمشر اصف علی زرداری سره هم نن وګوری.
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتی دفتر مشر انتسار سلهری پژواک اژانس ته وویل، چې نن د افغانستان، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران، زلمى رسول، حنا ربانی کهر او منوچهر متکی په خپل منځ کې درې اړخېزه ناسته ولری.
د هغه په وینا، سبا به د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دریو واړو هېوادونو ولسمشران درې اړخېزه غونډه وکړی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتی دفتر په خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر کرزى د افغانستان، پاکستان او ایران د هېوادونو په درې اړخېزه غونډه کې پر ګډون سربېره به د پاکستان له ولسمشر اصف علی زرداری او لومړی وزیر سید یوسف رضا ګېلانی سره په جلا جلا توګه وګوری او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سیاسی، اقتصادی، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې، د سولې د ګډ کمېسیون په اډانه کې د دواړو هېوادونو د لا ډېرو همکاریو په اړه د دوه اړخېزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړی.
سرچینه کاږی، چې حامد کرزی به د پاکستان د مسلم لیګ ګوند له مشر نواز شریف، د فضل الرحمن اړوند د جمعیت علما د رهبرۍ د شورا له غړو، د شېرپاو اړوند د خلکو د ګوند له مشر افتاب احمدخان شېرپاو او د سمیع الحق اړوند د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا سمیع الحق سره هم وګوری.
په دغه سفر کې له ولسمشر کرزی سره د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمى رسول، د ملی امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د ولسمشر د دفتر رییس عبدالکریم خرم، د جمهوری ریاست ویاند او د مطبوعاتی دفتر مشر ایمل فیضی او یو شمېر خبریالان ملګری دی.
له دې مخکې د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی، د پاکستان د ولسمشر اصف علی زرداری او د ایران د ولسمشر محمود احمدی نژاد ترمنځ درې اړخېزه غونډه جوړه شوې وه.
د دې درې اړخېزې غونډې د جوړونې پرېکړه د ایکو یا سیمه ییزې همکارۍ د سازمان په غونډه کې، چې په تهران کې جوړه شوې وه، وشوه.