Back
مشرانو جرګه: د سولې عالی شورا د خپلو کړنو لپاره ځانګړې تګلاره نه لری
Published: 1390/11/30 0:0News ID: 8835Source: ایرکا خبری آژانس

د مشرانو جرګې غړو د سولې عالی شورا پر کړنو نیوکې وکړې او پرېکړه یې وکړه چې د کب په نهمه، د دې شورا د دارالانشاء مشر او ویاند د شورا د کړنو په اړه جرګې ته معلومات ورکړی.
د مشرانو جرګې غړی علی اکبر جمشیدی، نن د دې جرګې په عمومی غونډه کې وویل، د سولې عالی شورا تراوسه کومه لاسته راوړنه نه لری او لامل یې دادى، چې دغه شورا له وسله والو مخالفینو سره د خبرو لپاره ځانګړې تګلاره نه لری.
د ده په وینا، د سولې روانه پروسه په هغه صورت کې د افغانانو لپاره د منلو وړ ده، چې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو ټول اړخونه پوره څرګند او د دې خبرو مشری افغانان وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې امریکا، قطر او جرمنی وپتېیله چې د وسله والو طالبانو لپاره د خبرو په موخه په قطر کې دفتر پرانیستل شی.
په قطر کې د دفتر له پرانیستو سره، وروسته د افغانستان دولت هم هوکړه وکړه او طالبانو هم ویلی، چې په دې اړه یې له نړیوالو سره تفاهم کړى دى.
امریکایی چارواکی هم د افغان چارواکو په څېر وایی، چې د سولې پروسه به د افغانانو تر مشرۍ لاندې وی؛ خو دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږی، د امریکا او طالبانو ترمنځ له څه مودې راهیسې خبرې روانې دی.
د مشرانو جرګې د ملی اقتصاد د کمېسیون مشر عبدالوهاب عرفان وویل، چې د سولې په اړه له اصلی مسایلو څخه د افغانستان حکومت لرې ساتل کېدل او بلې خوا ته په افغانستان کې د ګډوډۍ لپاره د ځینو ګاونډیو هېوادونو هڅې، د سولې د ټینګښت په لار کې پرتې ستونزې دی، چې باید د لرې کولو لپاره یې هڅې وشی.
هغه وایی، ترڅو چې د سولې د عالی شورا په ترکیب کې بدلون رانه وستل شی، اوسنۍ شورا نه شی کولاى په هېواد کې د سولې د ټینګښت په لار کې ښې لاسته راوړنې ولری.
د دې جرګې غړې نجیبې حسینی هم د شورا اوسنى جوړښت سم نه بولی او وایی، چې په شورا کې د مدیریت کمزورتیا د دې لامل شوې چې تراوسه کومې لاسته راوړنې نه لری.
هغې هم د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې په پر مخ بېولو ټینګار کاوه او زیاته یې کړه: ((د سولې شورا په داخل کې مشکل لری، ځکه تراوسه په دې نه دی بریالی شوی، چې خپل مشر وټاکی.))
د سولې د عالی شورا مشر برهان الدین ربانی د وږی په 29مه، د کابل ښار په وزیر اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې د یوه ځانمرګی برید په ترڅ کې ووژل شو او تر اوسه ورته بل مشر نه دى ټاکل شوى.
د سولې په اویا کسیزه عالی شورا کې، چې تېر کال د تلې په میاشت کې یې کار پیل کړى، ځینې جهادی مشران، د ملی شورا یو شمېر غړی، د طالبانو د رژیم لوړ پوړی کسان او یو شمېر دولتی چارواکی شامل دی.
د مشرانو جرګې بل غړى حافظ عبدالقیوم هم وایی، چې د سولې شورا تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لری او په کار ده، چې د سولې لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړی.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، په تېر یو کال کې د سولې د عالی شورا د هڅو په پایله کې د ټول هېواد په کچه شاوخوا 3000 مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای شوی دی.
خو حافظ عبدالقیوم وایی: ((کوم کسان چې د سولې له پروسې سره یوځاى شوی، دا ټول دروغ او له حقیقت څخه لرې خبره ده.))
هڅه مو وکړه چې د مشرانو جرګې د غړو د نیوکو په اړه د سولې شورا له چارواکو سره خبرې وکړو؛ خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
د مشرانو جرګې غړى عبدالقیوم وایی، د دې لپاره چې د سولې په اړه خبرې ښکاره لاسته راوړنې ولری، باید له وسله والو سره د خبرو د منځګړیتوب لپاره له اسلامی هېوادونو په ځانګړی ډول له سعودی عربستان څخه د مرستې او منځګړیتوب غوښتنه وشی.
د افغانستان حکومت هم مخکې ویلی و، چې په سعودی او یا ترکیه کې د طالبانو لپاره د سولې د خبرو په موخه دفتر پرانیستى شی.
د سعودی عربستان یوه حکومتی چارواکی چې نوم یې نه دى څرګند کړى، په دې وروستیو کې فرانس پرېس خبری اژانس ته ویلی، چې دغه هېواد په دې شرط د طالبانو او افغان دولت منحګړیتوب ته چمتو دى، چې طالبان له القاعدې سره اړیکې پرې کړی، وسله پر ځمکه کېږدی او د افغانستان سیاسی ډګر ته ورګډ شی.
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د جرګې یو شمېر غړو، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ګاونډیو هېوادونه په تېره بیا د پاکستان او ایران مرسته اړینه وبلله.
د جرګې د نننۍ غونډې په پاى کې پرېکړه وشوه چې د کب میاشتې په نهمه، د سولې د عالی شورا د دارالانشاء مشر او ویاند مشرانو جرګې ته حاضر او د شورا د لاسته راوړنو او مالی لګښت په اړه معلومات وړاندې کړی.
د افغانستان د مالیې وزیر د سلواغې په 18مه، خبریالانو ته وویل چې د سولې عالی شورا له جوړېدو راهیسې لس مرستندویه هېوادونو 157 میلیونه امریکایی ډالره د سولې له پروسې سره مرسته کړې ده .
هغه وویل چې له یادې شورا سره له شوې مرستې څخه 95 میلیونه امریکایی ډالره، بېلابېلو وزارتونو ته د هغو پراختیایی پروژو د پلی کولو لپاره په بودجه کې شامل شوی چې کولى شی د سولې او ثبات په ټینګښت کې مثبت واقع شی .
ده زیاته کړه، چې د یادې مرستې پاتې پیسې په هېواد کې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوی وجهی صندوق کې ساتل کېږی، چې په راتلونکی کې به پر اړینو پراختیایی پروژو ولګول شی .