Back
بارک اوباما له افغان حکومت او ولس څخه ژوره بښنه وغوښته
Published: 1390/12/04 0:0News ID: 8912Source: ایرکا خبری آژانس

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر کرزی حامد کرزی ته د یو لیک له لارې په بګرام پوځی مرکز کې قران کریم، مذهبی کتابونو او نورو اسنادو ته د سپکاوی په خاطر ژوره بښنه غوښتې ده.
هغه خبرپاڼه چې د ولسمشرۍ د مطبوعاتی دفتر له لوری پژواک خبری اژانس ته رارسېدلې، کاږی چې ولسمشر اوباما په دې رسمی لیک کې، چې نن (د کب 4مه) په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر له لوری ولسمشر حامد کرزی ته وړاندې شو، لیکلی چې دا پېښه په تېروتنه ترسره شوې ده.
د امریکا ولسمشر په خپل لیک کې حامد کرزی ته په دې برخه کې د څېړنو ډاډ ورکړ.
په دې لیک کې ویل شوی دی: ((زه خپل د خپګان ژور مراتب د دې پېښې په اړه څرګندوم او له تاسو او افغان ولس څخه بښنه غواړم.))
ولسمشر اوباما کاږلی دی: ((دا کړنه سهواً او په قصدی توګه نه ده ترسره شوې، تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ د داسې پېښو د تکرارېدو په خطر اړین ګامونه پورته کړی او د دې پېښې له عاملینو څخه به څېړنې وشی.))
د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا، پرون د امریکایی ځواکونو له لوری قران عظیم الشان ته د سپکاوی په خاطر له افغان ولس څخه بښنه غوښتې وه.
امریکایی ځواکونو درې شپې مخکې د قران کریم څلور نسخې د پروان ولایت د بګرام په هوایی ډګر کې وسوځولې، چې دغه کار د خلکو غوسه راوپاروله او د لاریونونو لامل شوى دى.
د درې ورځنیو پرله پسې لاریونونو په ترڅ کې په ټول هېواد کې تراوسه 16 کسان وژل شوی او څه باندې 80 کسان ټپیان دی.
په افغانستان کې د ایسا ف ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان الن وایی، چې ایساف ځواکونو د بګرام په هوایی ډګر کې د قران کریم په ګډون یو شمېر زیات دینی کتابونه په ناسمه توګه له منځه وړی دی؛ خو زیاته یې کړه، چې دا کار په هېڅ ډول قصداً نه دى ترسره شوى.
نوموړی هم له افغان حکومت او ولس څخه بښنه وغوښته او زیاته یې کړه، چې هغوى په دې اړه څېړنې کوی او په راتلونکی کې به دا کار تکرار نه شی.