Back
امریکا د طالبانو پر مشرانو نوی مالی بندیزونه لګولی
Published: 1389/05/01 0:0News ID: 899Source: ایرکا خبری آژانس

د امریکا حکومت پرون اعلان وکړ، چې د افغان طالبانو پر مشرانو یې نوی مالی بندیزونه لګولی دی. دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره په ګډه له وسله والو طالبانو سره د روغې هڅې پیل کړې دی. اسوشیېټډپرېس خبری اژانس په دې اړه په یوه راپور کې لیکی، چې دا اقدام ښایی د سولې لپاره د ولسمشر حامدکرزی وروستیو هڅو ته زیان واړوی.
د امریکا د حکومت د نویو مالی بندیزونو له مخې، د طالب مشرانو شتمنۍ کنګل کېږی، د دوی پر سفر بندیز لګول کېږی او دوی ته د وسلو د ورکړې مخنیوی کېږی.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د عمومی قوماندان جنرال ډېوېډپټرویس او د امریکا د سنا د پوځی خدماتو د کمیټې د مشر، ډیموکرات سناتور، کارل لیوین په غوښتنه د امریکا د خزانې وزارت دا اقدام د ملګروملتونو له لوری د تېرې اوونۍ د یوه ورته اعلان په دوام کېږی او د طالبانو هغه قوماندانان په کې شامل دی، چې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې عملیات کوی.
د امریکا او ملګروملتونو د بندیزونو له مخې، د طالبانو مشرانو ته د ملګروملتونو له غړو هېوادونو څخه د هرراز مالی سرچینو مخنیوی کېږی او پر پاکستان یوځل بیا ټینګار کېږی، چې د وسله والو طالبانو پرضد جدی اقدامات وکړی.
د وسله والو مخالفینو په هغو مشرانو کې، چې د امریکا د بندیزونو په فهرست کې راغلی یو ناصرالدین حقانی د سراج الدین حقانی ورور او د جلال الدین حقانی زوی دی.
دوهم ګل آغا اسحق زی دی، چې ویل کېږی، د طالبانو د مالی چارو مشر دی. امریکایی چارواکی وایی، د طالبانو د مالی کمیسون مشر ګل آغا اسحق زی د طالبانو د مشر ملاعمر له نژدې سلاکارانو څخه دی او په کندهار کې د ځان وژونکو بریدونو د تنظیم لپاره یې پیسې راټولې کړې دی.
درېیم په پاکستان کې د طالبانو د نیول شوی قوماندان، ملا عبدالغنی برادر خزانه دار امیرعبدالله دی. د امریکایی چارواکو په وینا عبدالله د چارواکو د غونډو د تنظیم مسوول دی او کویټ، سعودی عربستان، لیبیا او متحده عرب اماراتو ته یې سفرونه کړی څو د طالبانو لپاره بسپنه راټوله کړی.
امریکایی چارواکو له دې مخکې له پاکستانه پرله پسې غوښتنې کړې دی، چې د حقانی شبکې پرضد ځپونکی اقدامات وکړی او وایی، چې د شمالی وزیرستان په قبایلی سیمه کې د حقانی شبکې پر مرکزونو د برید په برخه کې د اسلام آباد زړه نازړه حرکات، په افغانستان کې د جګړې هڅو ته زیان اړوی.
پاکستان په دې برخه کې په ډېر احتیاط سره ګام اخلی او د هغو وسله والو پرضد په عملیاتو کې سست اقدامات کوی، چې د ځان لپاره یې مستقیم خطر نه بولی، ځکه پاکستان له ځینو افغان ډلو سره پخوانی اړیکی لری او د ځینو کارپوهانو په وینا هغې ورځې ته یې ساتلی دی، چې نړیوال ځواکونه له افغانستان وزی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حکومت د وسله والو طالبانو له ډلو سره د پخلاینې هڅې پیل کړې دی.
د امریکا د خزانې په وزارت کې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د څانګې مشر ادمېرال جې سځوبین وایی، پر دې درېیو کسانو د مالی بندیزونو له لګولو سره به دوی هغه مالی سرچینې ترلاسه نشی کړای چې د تروریستی عملیاتو لپاره اړتیا ورته لری.
نوموړی زیاته کړه، چې دوی به د تروریستی ډلو د مالی سرچینو د اخلال کار ته په کلکه دوام ورکړی څو د ولسمشربارک اوباما دا هدف چې په افغانستان کې ثبات غواړی، ترسره شی.