Back
ملی ایتلاف د سولې په پروسه کې د سیاسی ګوندونو او خلکو پر ګډون ټینګار وکړ
Published: 1390/12/13 0:0News ID: 9001Source: ایرکا خبری آژانس

ملی ایتلاف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی د وروستیو څرګندونو هرکلى وکړ او وایی، ترهغه وخته چې له مخالفینو سره د سولې په خبرو اترو کې سیاسی اپوزیسیون او مدنی ټولنه شامله نه شی، سولې ته رسېدل ناشونی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبېش د تېرې پنجشنبې په ورځ (د کب 11مه) په یوې خبری ناسته کې په افغانستان کې د سولې له پروسې څخه د څارنې ترڅنګ، په دغې پروسه کې د سیاسی مخالفو ګوندونو پر ګډون ټینګار وکړ.
نوموړی ویلی وو: ((مهم دا دى چې د افغانستان د سولې په پروسه کې باید خلک او ټول سیاسی مخالف ګوندونه شامل واوسی.))
نوموړی زیاته کړې وه، باید هېر نه شی چې په افغانستان کې مخالف او مشروع سیاسی ګوندونه شته دی، هغوى خپل دریځونه لری، چې باید له پامه ونه غورځول شی او باید د سولې د پروسې یوه برخه وی.
ملی ایتلاف چې د رهبرۍ د شورا ریاست یې ډاکټر عبدالله عبدالله په غاړه لری، نن (د کب 13 مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی د خبرو هرکلى کړى او هغه یې یو سم او رښتینى دریځ بللى دى.
خبرپاڼې زیاته کړې: ((دغه ایتلاف تل ټینګار کړى چې سولې ته لاسرسى هغه مهال شونى دى، چې لومړى وسله وال مخالفین په رسمی توګه د سولې خبرو اترو لپاره خپل چمتووالى اعلان کړی، په دویم قدم کې له حکومت سربېره، د افغانستان قانونی سیاسی اپوزیسیون او مدنی ټولنه په خبرو اترو کې شامل کړاى شی.))
د سرچینې په وینا، تل پاتې او عادلانه سوله د افغانستان د خلکو د تر ټولو مهمې غوښتنې په توګه د ټولو مطرحو اړخونو فعال ګډون ته اړتیا لری، ترڅو سیاسی ثبات په هېواد کې ټینګ شی، ملی ګټې، د ملی حاکمیت حق او د ملت وروستۍ لاسته راوړنې تضمین شی.
دغه ایتلاف هیله څرګنده کړې، چې د اصلی او مطرحو اړخونه په چمتووالی او ملګرو ملتونو په څارنې او د نړیوالې ټولنې په مرسته تلپاتې سوله په افغانستان کې ټینګه شی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې طالبانو اعلان کړى، چې له امریکا متحده ایالاتو او نورو نړیوالو ښکېلو خواوو سره د تفاهم په خاطر، په قطر کې له دفتر سره موافقه کړې ده.
د دغې خبرپاڼې تر خپرېدو وروسته، د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د ترسره کېدو په اړه هم راپورونه خپاره شول.