Back
امریکا: د لګول شویومحدویتونو له امله ملکی تلفات کم شوی
Published: 1389/05/02 0:0News ID: 922Source: ایرکا خبری آژانس

د امریکا د متحده ایالاتو د اقتصادی څیړنې ملی دفتر یو راپور خپور کړی او وایی، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو او بمبارېو باندې لګول شوېو محدودیتونو په دې هېواد کې د ملکی خلکو مرګ ژوبله کمه کړی ده.
د امریکا د اقتصادی څېړنې ملی دفتر په یوه نوی راپور کې ویلی، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ اییتلافی ځواکونو باندې د لګول شوېو محدودیتونو له برکته، په دې هېواد کې د ملکی خلکو تلفات کم کړی او دغه راز د وسله والو بریدونه ورسره کمې شوی دی.
تېر کال جنرال سټینلی مک کریستال په ناټو او امریکایی ځواکونو باندې محدویتونه لګولی وواو ټولو ځواکونو ته یی هدایت ورکړی و چې د وسله والو په ضد د عملیاتو په مهال دې له هوایی بمباریو او د نوور درندو وسلو له استعمال څخه ډډه وکړی.
دا راپور په افغانستان کې د 15 میاشتو په مودې کې د نښتو او پېښو په اساس په 70 مخونو کې برابر شوی.
راپور وایی، په همدې مودې کې له څلورو زرو څخه زیات ملکی خلک وژل شویٍ او طبیعی خبره ده چې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په صورت کې د انتقام مسله رامنځ ته کیږی او د وسله والو شمېر او حملې هم ورسره زیاتیږی.
د امریکا د اقتصادی څیړنې د ملی دفتر په راپور کې ویل شوی، په افغانستان کې چې کله ایساف ملکیان ووژنې نو د وسله والو لیکو ته د خلکو ورتګ هم زیاتیږی او په هماغه اندازه د وسله والو حملې ور سره هم زیاتیږی.
په افغانستان کې دېره امریکایی سرتیری په عملیاتو کې د محدویتونو له امله په وار وار شکایتونه کړی دی.
جنرال پیتریاس د سنا یوې استعماعیه غونډې ته په خبرو کې ویلی و، د محدودیتونو په مسلې به جدی غور وکړی.
جنرال پیتریاس په عراق کې د شخړو د کمولو په کار کې ښه نوم ګټلی او هیله من دی چې د هغه هېواد د وسله والو ضد پالیسیو ځینې یی په افغانستان کې هم عملی کړی.
په راپورکې ویل شوی، په افغانستان او عراق کې په دې خبرې چې د ملکی تلفاتو له امله د وسله والو فعالیتونه زیاتیږی، اختلافات موجود دی.
په عراق کې ثابته شوې، چې د ملکی خلکو د مرګ ژوبلې له امله وسله وال نه دی غښتلی شوی، خو په افغانستان کې مسله بل ډول ده.