د کورنيو چارو وزارت وايي چې د نوي لمريز کال د نمانځلو د امنيت ساتلو لپاره يې ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي د وري په لومړۍ نېټه، وويل چې د ١٣٩١ لمريز کال د نوروز ورځې د نمانځنې د مراسمو د امنيت د ټينګښت په موخه يې ګڼ شمېر پوليس په دندو ګومارلي دي. د هغه په وينا، د امنيت د ټينګښت په موخه يې د پوليسو په کاري ساعتونو کې زياتوالى راوستى دى. نوموړي وويل ، چې په کابل کې د پوليسو احتياطي قطعات هم په دندو ګومارل شوي او امنيت په پوره ډول ټينګ دى. د وياند په خبره، تراوسه پورې کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځ ته شوې. دى وايي، چې تېره شپه يو شمېر د کابل ښاريانو د لوبو پټاقۍ الوځولي او ځينو خلکو ته يې اندېښنې پيدا کړې دي. د هغه په وينا، څو ځلې يې له خلکو غوښتي چې د پټاقيو له الوځولو څخه دې ډډه وکړي؛ خو له دې سره هم تېره شپه دا پېښې تکرار شوې، چې په وينا يې د اندېښنې وړ نه دي. د يادونې وړ ده، چې نن د بلخ ولايت په مزار شريف کې د حضرت علي (ع) د روضې جنډه هم پورته شوه او په کابل کې هم د کارته سخي په سيمه کې د نورز ورځې مراسم نمانځل کېږي.