د بحران نړیواله ډله په افغانستان کې له وسلوالو مخالفینو سره د سولې اوسنۍ خبرې بریالى نه بولی او وایی، چې د سمې ستراتیژۍ نه شتون ښایی دغه هېواد بیا د کورنیو جګړو پر لور بوځی. یادې ډلې، چې په نړیواله کچه د شخړو د مخنیوی لپاره کار کوی، په افغانستان کی د سیاسی جوړ جاړی لپاره د مذاکراتو په اړه نن یو راپور خپور کړى دى. دغه راپور په داسې حال کې خپریږی، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو وویل، چې دوى له امریکایانو سره د سولې په اړه خبرې ځکه درولی؛ چې امریکایان د خبرو په اړه ثابت دریځ نه لری. طالبانو ته په قطر کې د دفتر پرانیستل او له امریکایی زندانونو د طالب بندیانو خوشی کېدل له امریکا څخه د طالبانو غوښتنې وې، خو تر اوسه نه دی منل شوې. په راپور کې د حامد کرزی حکومت د کورنیو اختلافاتو او بهرنیو فشارونو له امله کمزوری بللى شوى او په کې راغلی، چې د کرزی حکومت په داسې حالت کی نه دی، چې د مخالفینو له مشرانو سره معامله وکړی. سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان امنیتی ځواکونه هم دې ته چمتو نه دی، چې تر 2014 کال وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتو تشه ډکه کړی. ټاکل شوې چې د 2014 کال تر پایه بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووځی. په راپور کې راغلی، چې د افغانستان د ستونزې د هوارۍ لپاره د سمې ستراتیژۍ نه شتون ښایی دغه هېواد بیا د کورنیو جګړو پر لور بوځی. سرچینه په افغانستان کې د احتمالی کورنۍ جګړې د مخنیوی په موخه وړاندیز کوی، چې اساسی اصلاحات دی راوستل شی او ملګری ملتونه دې د یوې منځګړې ډلې د ګومارلو له لارې د شخړو د حل او دایمی سولې ته د رسېدو لپاره پر واقعیتونو ولاړه تګلاره جوړه کړی. د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې د ملګرو ملتونو له مشره وغواړی چې د سولې د خبرو لپاره داسې یوه ډله جوړه کړی، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وی. سرچینې ویلی، چې دغه کار باید له بهرنیو افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د پروسې تر بشپړېدو مخکې ترسره شی. سرچینه وایی، هر جوړجاړى درېیم او بې پلوه لورې ته اړتیا لری، خو ټینګار کوی چې د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ وی. سرچینې وړاندیز کړى، چې په دې برخه کې دې ملګری ملتونه د اسلامی همکاریو سازمان او نورو سازمانونو په مرسته له سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو په ځانګړی ډول متحده ایالتونو، پاکستان، ایران او نورو اړوندو خواوو سره مشورې پیل کړی. د سرچینې په باور، تر اوسه داسې نښې نه لیدل کېږی، چې د شخړې له بېلابېلو اړخونو یوه یې هم د افغانستان د اوسنیو شرایطو اهمیت درک کړی وی. د راپور له مخې، د داسې تګلارې پر ځاى، چې په هغې کې کورنۍ روغې جوړې او اساسی سیاسی اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکړل شوى وی، د افغانستان حکومت او نړیوالو ملاتړو یې بازاری تګلاره غوره کړې ده. راپور وایی، څومره چې د مذاکراتو د پیل لپاره د افغانستان حکومت قوی اراده ونه لری، په هماغه اندازه به دغه خبرې له بې نظمی او کړکېچونو سره مخ وی. سرچینه لیکی، سره له دی چې د پخلاینې د اصلی مفهوم په اړه اساسی د نظر اختلاف وجود لری، د سیاسی مذاکراتو پروسه تر ډېره له بدنامو ډلو سره په سازش باندې متمرکزه ده. په راپور کې د یادو ډلو په اړه نور څه نه دی ویل شوی، خو زیاته شوې، چې له هر چا او هرې ډلې سره پرته له دې چې د هغوی سیاسی وړتوب او اغېزمنتوب په نظر کی ونیول شی، چنې وهل کېږی. د سولې د خبرو مېز ته د طالبانو، حزب اسلامی او حقانی شبکې د مشرانو د راوستلو په موخه نمایشی تبلیغاتو د افغانستان حکومت د خطرناکو حرکتونو پر لور بیولى دى. سرچینه زیاتوی: ((دغه مغشوش حالت د قومی لږکیو او ښځو په منځ کې ډار زیات کړی، چې ګواکې د کرزی د پخلاینې د پالیسۍ موخه دا ده، چې د پښتنو پرګنو ترمنځ خپل سیاسی ملاتړ د افغانستان د خلکو د ارزښتناکو لاسته راوړنو په بیه لاس ته راوړی.)) راپور وایی، چې د کرزی د حکومت د ملی پخلاینې پالیسی، د سولې د عالی شورا رول او د افغانستان سوله او عادی ژوند ته د راستنولو پروګرام یوې هر اړخېزې کتنې ته اړتیا لری او وړاندیز کوی، چې د افغانستان حکومت باید د اوسنیو جنګ سالارانو او معامله ګرو پر ځای اړوند کورنی عناصر سره را یو ځای کړی. د بحران نړیوالې ډلې په خپل راپور کې د افغانستان ولسمشر او ملی شورا ته وړاندیز کوی، چې د افغانستان د سولې او عادی ژوندانه ته د بېرته راستنېدو د پروګرام (APRP) یوه بشپړه ارزونه وشی او د سولې په عالی شورا کې دې اصلاحات راوستل شی. سرچینه وړاندیز کوی، چې حکومت باید داسې کوچنۍ او وړه ډله د مذاکراتو لپاره وټاکی، چې په ملی او نړیوالو مسایلو کې مهارت ولری، ترڅو د افغانستان ژبنی، قومی او مذهبی اړخونو ته په کتو سره د حکومت اجنډا جوړه کړی. د سرچینې د وړاندیز له مخې،په دې ډله کې باید مترقی سیاسی مخالفین، د بشر د حقونو د کمېسیون او د ملی امنیت شورا استازی، د مدنی ټولنو غړی او حقوق پوهان، چې په اسلامی او نړیوالو قوانینو کې ماهر وی،ګډون ولری او حکومت باید په هر ډول سیاسی جوړجاړی کې د ټولو غاړو د ګډون ډاډ ورکړی. راپور وایی، چې د هر هغه چا غړیتوب دی په دغه ټیم کې منع شی، چې د حکومت له وسلوالو مخالفینو سره فعالې اړیکې لری او یا د هغوی خپل خپلوان په حکومت کې دنده ترسره کوی. د بحران نړیواله ډله وایی، چې د مذاکراتو لپاره د اعتماد جوړونې هڅې باید یواځې د طالبانو د ملاتړ تر ترلاسه کېدو محدودې نه وی او دغه هڅې باید د سیاسی جوړجاړی لپاره پر پراخ ملاتړ متمرکزې وی. سرچینه زیاتوی: ((هره هغه معامله چې په هغې کې له طالبانو سره امتیازی چلند کېږی، امکان لری چې د شمالی ټلوالې، حزب اسلامی او نورو لویو ډلو لخوا غبرګونونه رامنځ ته کړی.)) د بحران نړیوالې ډلې په خپل راپور کې ویلی، چې د ولسمشرۍ د دورې د غځولو په موخه د هر ډول هڅو پایله به د اساسی قانون د بحران لامل شی او د حکومت پر وړاندې به د وسلې را اخیستو تمایل هم زیات کړی. دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزی ویلی، چې دى د ولسمشرۍ د دورې د غځېدو هېڅ ډول هوډ نه لری. راپور په خپل وړاندیز کې زیاتوی، چې د 2010 کال د فبرورۍ میاشتې د ټاکنو په اړه فرمان دې لغوه شی او د ټاکنو قانون دی داسې تعدیل شی، چې له مخې یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او همدا ډول د شکایتونو د اورېدلو په کمېسیون کې مقررۍ د ولسی جرګې له خوا تایید شی. ولسمشر حامد کرزی په 2010 کال کې یو فرمان صادر کړ، چې ولسمشر ته د ټاکنو د کمېسیون د ټولو غړو د غوره کولو واک ورکوی. سرچینه دا هم وایی، چې د اجراییه، مقننه او قضایه قواوو ترمنځ د واکونو د انډول نشتوالى او د مرکز او ولایتونو واکونه دې و ارزول شی. د راپور بشپړ متن دلته ولولئ