Back
د دولت اته وسلوال مخالفین ووژل شول
Published: 1391/01/12 0:0News ID: 9461Source: ایرکا خبری آژانس

د کورنیو چارو وزارت وایی، چې د دولت اته وسلوال مخالفین د ملی پولیسو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې نن د (وری په 12مه )د کورنیو چارو وزارت له مطبوعاتی دفتر څخه پژواک ته رارسېدلې ، راغلی ، چې په تیرو 24ساعتونو کې د ملی پولیسو ځواکونو د ملی اردو، ملی امنیت او د ایتلاف ځواکونو په مرسته 9 چاڼیز عملیات د کابل، کندوز، کندهار، هلمند، نیمروز، لوګر،غزنی، خوست او د پکتیا ولایتونو په مربوطاتو کې ترسره کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې په دغو عملیاتو کې دوه وسلوال مخالفین ټپیان او 12نور نیول شوی دی.
سرچینې زیاته کړه، چې په یادو عملیاتو کې 1390کیلوګرامه نشه یی توکی او وسلې هم لاسته راغلې دی.
د سرچینې په وینا،همدارنګه ملی پولیسو په تېرو 24ساعتونو کې د کندهار اوهلمند ولایتونو له مربوطاتو څخه 7حلقې ماینونه ، چې په دې وروستیو کې د دولت د وسلوالو مخالفینو له لوری د ورانکاره کړنو په موخه ځاى پرځاى شوی و، کشف او شنډ کړاى شول.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د کابل د 101اسمایی زون د قوماندانۍ ملی پولیسو تېره ورځ څلور کسان د جنایی جرمونو په تور د کابل ښار د یوولسمې، دیارلسمې او پنځه لسمې امنیتی حوزو له مربوطاتو څخه نیولی، چې دمګړۍ نیول شوی کسان د ملی پولیسو تر توقیف لاندې دی.