Back
په بدخشان کې 14 مړی له واورو راووېستل شول
Published: 1391/01/12 0:0News ID: 9462Source: ایرکا خبری آژانس

څوارلس مړی په داسې حال کې د بدخشان ولایت په نسی ولسوالۍ کې د خلکو په مرسته له واورو راووېستل شول، چې شپږ تنه لاتراوسه نادرکه دی.
د بدخشان ولایت له پیښو سره د مبارزې رییس ثناء الله امیری نن ( د وری 12مه ) پژواک ته وویل : " د لومړنیو راپورونو له مخې، تیره ورځ د نسی ولسوالۍ په مونیخ کلی کې د واورې ښوئیدو له امله 20 تنه تر واورو لاندې شوی او پنځه کورونه نړېدلی دی. "
هغه زیاته کړه چې تراوسه د خلکو په مرسته 14 مړی له واورو راوېستل شوی او د نورو د ژغورنې لپاره هڅې روانې دی.
هغه ونه ویل چې په مړو کې څو ماشومان او ښځې دی، خو زیاته یې کړه چې کیداى شی د مړو شمیره زیاته شی، ځکه چې د شپږو نورو کسانو څرک لا ندى لګیدلى.
امیری زیاته کړه چې یاد کلی ته د ولسوالۍ له مرکز څخه اته ساعته پلې لاره ده او تراوسه د ژغورنې ډلې دې سیمې ته نه دی استول شوې.
د سرچینې په وینا، د فوکس دفتر یو اندازه خوراکی توکی او له پیښو سره د مبارزې ادارې یوه اندازه نغدې پیسې ددې پیښې له زیانمن شویو کسانو سره د مرستې لپاره استولی دی.
سربیره پر دې ټاکل شوې ده، چې د بدخشان والی شاه ولی ادیب نن د پیښې سیمې ته سفر وکړی.