Back
څلورو ولایتونو ته نوی والیان وټاکل شول
Published: 1391/01/15 0:0News ID: 9524Source: ایرکا خبری آژانس

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې پر وړاندیز او د ولسمشر پر منظورۍ د اروزګان، فراه، سرپل او لوګر ولایتونو لپاره نوی والیان وټاکل شول.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید انتظار خادم پژواک خبری اژانس ته وویل، چې محمداکرم خپلواک د روح الامین پر ځاى د فراه او عبدالجبار حقبین د سید انور رحمتی پر ځاى د سرپل د نویو والیانو په توګه ټاکل شوی دی.
همدارنګه نوموړی وویل، چې امیر محمد اخوندزاده د محمد عمر شېرزاد پر ځاى د اروزګان د نوی والی او محمد طاهر صبرى د عتیق الله لودین پر ځاى د لوګر د والی په توګه ټاکل شوی دی.
خپلواک مخکې له دې د پکتیکا د والی په توګه دنده ترسره کړې او حقبین تر اوسه د کابل ښاروالۍ د عوایدو د عمومی رییس په توګه دنده ترسره کوله.
همدارنګه د یادونې ده، چې امیرمحمد اخوندزاده د قومونو او قبایلو چارو وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله او صبری مخکې له دې د خوست ولایت د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې ده.