Back
په کندهار کې دوه پرله پسې چاودنې شوی
Published: 1389/05/03 0:0News ID: 958Source: ایرکا خبری آژانس

د کندهار ښار د څلورمې امنیتی حوزې په سیمه کې نن سهار په پرله پسې توګه دوه چاودنې شوی دی، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا کوم تلفات نه لری.
دکندهار ښار د څلورمې امنیتی حوزې امر امیرمحمد رسنیو ته وویل، چې چاودنې د ملی امنیت د کارکوونکو پر موټرشوې، خو په وینا یې، تلفات نه لری .
د یو بل خبر له مخې، د کندهار د امنیې قومندانۍ مرستیال محمد شاه فاروقی وایی، چې تېره شپه د کندهار ښار د اتمې امنیتی حوزې په سیمه کې دوه ملکی وګړی د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
دغه راز د کندهار ولایت یوه امنیتی مسؤل، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شی وویل، چې تېره شپه پنځه توغندی د کندهار په هوایی ډګر لګیدلی، خو ده یې د تلفاتو په اړه معلومات نه درلودل.
د دې توغندیو د توغولو مسؤلیت وسله والو طالبانو منلى دى.