Back
پر جنوبی وزیریستان د امریکایی الوتکې برید
Published: 1389/05/03 0:0News ID: 959Source: ایرکا خبری آژانس

د پاکستان په قبایلی سیمې جنوبی وزیریستان کې د امریکایی بې پیلوټه الوتکې برید کې 8 شکمنو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته.
یوه سیمه ییز چارواکی رسنیو ته ویلی، چې د یکشنبې په ورځ نږدې 11 بجې د جنوبی وزیریستان په شکتویى سیمه کې، امریکایی بې پیلوټه الوتکې یو کور په نښه کړ، چې په وینا یې برید کې 3 شکمن ترهګر مړه او 5 نور ټپیان شول.
د راپورونو له مخې له تیارې څخه پر میزایل ویشتل شوى کور په پوره توګه له منځه تللى.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر دې دمه دا په ډاګه نه ده، چې برید کې به کوم ملکی وګړى زیانمن شوى وی، که نه، خو ویل کېږی په نښه شوى کور د بیت الله محسود د ډلې یو سیمه ییز مرکز و.
سرچینې زیاته کړې، چې له پېښې وروسته ځایی خلکو مړی او ټپیان نا معلوم لوری ته لېږدولی دی.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم امریکایی بې پیلوټه الوتکې د جنوبی وزیریستان په مرکز واڼا کې ، انګور اډې ته څېرمه د ملا نذیر د ګروپ اړوند یو مرکز په نښه کړى و، چې په ترڅ کې یې 17 تنه ځایی طالبان له منځه تللی وو.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په قبایلی سیمو کې د 2009 میلادی کال په پرتله سږ کال د امریکایی بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې درې چنده زیاتوالى راغلى، چې ډیرى یې په جنوبی او شمالی وزیریستان کې تر سره شوی.