Back
د ژوندانه له آسانتیاوو بې برخې افغانان
Published: 1389/05/03 0:0News ID: 961Source: ایرکا خبری آژانس

د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ ، چې په هیواد کې یې د فقر په هکله برابر کړی ، فقر یوه نړیواله پدیده ده ، چې کچه او اندازه یې په هر هیواد کې د هغه هیواد په پرمختګونو او په دغه پدیده د بر لاسۍ ښکارندویی کوی.
په دې وروستیو کې د مرکزی احصایې او کلیو او پراختیا وزارت لخوا په افغانستان کې د خلکو د اقتصادی وضعیت او د فقر د کچې په اړه یوه سروې تر سره شوې، چې د اقتصاد وزارت او نړیوال بانک لخوا ارزول شوې . په دغه راپور کې ، چې د دغې سروې پر بنسټ جوړ شوی راغلی ، چې په افغانستان کې د 36 په سلو کې د فقر موجودیت په دې مفهوم دی ، چې 9 ملیونه افغانان په دې نه توانیږی ، چې د ژوندانه لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی پیدا کړی.
دغه سر چینه زیاتوی، چې یو زیات شمیر نور داسې خلک هم شته ، چې د یوې کوچنۍ اقتصادی ضربې په واسطه کیدای شی د فقر کندې ته ګوزار شی.
په دې راپور کې د هیواد د اقتصاد په پرمختګ کې د زراعت ونډه ډیره مهمه او اړینه بلل شوې، چې 36 په سلو کې د کورنیو اقتصادی او عایداتی منبع یا سرچینه زراعت تشکیلوی او نیمایی د دغو کورنیو، چې کرنه یا زراعت یې عایداتی منبع تشکیلوی بزګران دی، چې له همدې لارې خپلې د ژوندانه اړتیاوې پوره کوی.
د دغې سروې پر بنسټ 67 فیصده د کار وړ خلک 16 کلن او له هغه پورته په بازارونو کې په کار لګیا دی.
همدا شان 48 په سلو کې په کار استخدام شوی کسان هم، په منځنۍ کچه په اوونۍ کې له 35 ساعتونو څخه کم کار کوی، چې هغوی ته هم بیکار ویلی شو.
سرچینه زیاتوی: نیمه بیکاری په کلیوالی سیمو کې زیاته تر سترګو کیږی، چې 53 په سلو کې کارګران ترینه اغیزمن دی. همداشان په هیواد کې پر ماشومانو د شاقه کارونو پایلو دا ښودلې، چې له شاقه کارونو څخه ډیری هلکان اغیزمن کیږی.
د اقتصاد وزارت په وینا، چې 18 په سلو کې یعنې 8 ملیونه افغان ماشومان، چې عمرونه یې د 6 تر 15 کلونو پورې دی په بیلابیلو اقتصادی فعالیتونو لکه کورنۍ سوداګری لاسی صنایع، زراعت او مالداری او یا هم په سوالګرۍ مصروف دی.
سرچینه زیاتوی، د نارینه ماشومانو کار د ښځینه و په پرتله دوه برابره دی په تیره بیا په کلیوالی سیمو کې د ښاری سیمو په پرتله بیا د کار دغه کچه درې برابره ده.
همداشان د اقتصاد وزارت کاږلی، چې د ښځو د کاری ځواک د ګډون کچه د نارینه و په پرتله نیمه ده (46 فیصده د 86 فیصدو په مقابل کې) 42 په سلو کې ماشومان د 6 تر 15 کلونو پورې په اقتصادی فعالیتونو بوخت او له ښوونې او روزنې لرې دی .
همدا شان په راپور کې راغلی، چې یوازې 15 په سلو کې د بې وزلو منیدو څخه له زیږون وروسته روغتیایی آسانتیاو ته لاسرسی لری.
دې سروې ته ورته ډیری داسې نورې سروې ګانې هم تر سره شوې ، چې پکې په وار وار د نړیوالو ټولنو اندیښنه په هیواد کې د فقر له موجودیت څخه څرګنده شوې. خو اړینه به دا وی ، چې د دغې بدمرغې پدیدې د له منځه وړلو اساسی لارې چارې ولټول شی او تر اوسه ، چې کومې مرستې د نړیوالو لخوا شوې، اړوند مسوولین باید په دې توانیدلی وای ،چې د فابریکو او شرکتونو په جوړولو یې د هیواد ځوانان ، چې د کار ځواک دی او په هیواد کې د بیکارۍ له وجهې بهرنیو ملکونو ته پناه وړی ، په کار ګمارلی وای ، چې له بده مرغه داسې ونه شول او همدا لامل دی ، چې هره ورځ د دغه بیکارانو په شمیر کې زیاتوالی راځی او دا زیاتوالی نه یوازې د هغو ځوانانو په شمیر کې راځی ، چې پوره زده کړې او یا سواد نه لری ، بلکه هغه ځوانان ، چې هر کال د لوړو زده کړو له موسساتو څخه فاغیږی هم د بیکارۍ له ستونزې سره مخ دی . دوی هم تحصیلی اسناد او ډیپلوم تر څنګ سر ګردانه کله د یوه دفتر د دروازې تر شا او کله هم د بل دفتر د دروازې تر شا ولاړ وی .
تر ټولو دردوونکې خو بیا دا ده ، چې په دولتی او شخصی ادارو کې بیا تر ضوابطو زیات روابطو ته ارزښت ورکول کیږی او تر څو، چې کومه واسطه نه وی ،که هر څومره یو څوک استعداد او وړتیا هم ولری ، نو مقرری یې غیر ممکن کار وی .
تر اوسه دولت په دې نه دی توانیدلی ، چې په هیواد کې د بیکارۍ د مخنیوی اساسی حل لاره ولټوی،دا دی اوس ، چې د تیرو کنفرانسونو په دوام د کابل کنفرانس هم د بهرنیو مرسته کوونکو هیوادونو په ګډون تر سره شو او یو شمیر پروژې او طرحې ورته وړاندې شوې او یو ځل بیا نړیوالې ټولنې د مرستو ژمنه وکړه ، خو خدای وکړی ، چې دغه مرستې په ځای ، د هیواد په بیا رغونه او د هیواد بیکاره ځواک ته د کار موندلو په لار کې ولګیږی.