Back
په موسى کلا کې اته پولیس او درې ځانمرګی برید کوونکی ووژل شول
Published: 1391/01/22 0:0News ID: 9629Source: ایرکا خبری آژانس

د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې له ډله ییز ځانمرګی بریده وروسته اته پولیس او درې برید کوونکی وژل شوی دی.
د هلمند د والی ویاند داوود احمدی د وری په 22مه پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه، چې یوه ځانمرګی برید کوونکی له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته د موسى کلا ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مخې ته چاودنه ورکړه.
د نوموړی په وینا، له دې چاودنې وروسته دوه وسلوال ځانمرګی برید کوونکی د قوماندانۍ ودانۍ ته ننوتل، خو له څو شېبو نښتې وروسته دواړه ووژل شول.
احمدی وایی، چې په لومړۍ چاودنه او وروستو ډزو کې اته پولیس هم وژل شوی او د ولسوالۍ امنیه قوماندان ټپی شوى دى.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شی.