د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ تر یوې سختې جګړې وروسته یو ځل بیا د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله. د نورستان والی جمال الدین ته وویل، چې وسله والو طالبانو له تېرو دوه ورځو راهیسی په برګمټال ولسوالۍ باندې له دریو خوا څخه بریدونه پیل کړی و. نوموړی زیاته کړه ، چې له مرکز څخه د نور امنیتی ځواکونو او مهماتو په نه رسېدو سره وسله والو طالبانو نن سهار وختی په دې و توانېدل، چې برګمټال ترخپلې ولکې لاندې راولی. والی وایی، چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتی، خو شاوخوا سیمې لاهم د پولیسو په لاس کې دی. دى وویل ، چی د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره نورو امنیتی ځواکونو او مهماتو ته اړتیا ده، چې په وینا یې وړاندې تر دې یې څو ځله له مرکزی دولت څخه د مرستې غوښتنه کړې. د نورستان د والی په وینا ، دغه ولسوالۍ ته ځمکنۍ لارې تړل شوې، خو که مرکزی اداره د هوا له لارې ځواکونو او مهمات ورسوی، نو ډېر زر به ولسوالی د وسله والو څخه بېرته ونیول شی. بدر په جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو دفاع وزارت خبر ورکړى چې په نورستان کې یې پنځوس وسله وال طالبان وژلی. تراوسه وسله والو طالبانو د برګمټال په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی. دا دریم ځل دى ، چې د نورستان برګمټال ولسوالی د وسله والو طالبانو لاس ته لوېږی چې چارواکی یې لامل د امنیتی ځواکونو او وسلو کمښت په ګوته کوی.