په کابل ښار کې د شویو بریدونو له امله د امریکا سفارت تړل شوى او خپل ټول فعالیتونه یې درولی دی. په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د سفارت ټول کارکوونکی اوسمهال خوندی دی. په یاده خبرپاڼه کې ویل شوی: ((په کابل کې د امریکې سفارت اوسمهال د منل شویو معیارونو او کاری پروسیجر پربنسټ او په سیمه کې د ډزو او چاودنو د غږونو د اورېدلو له امله تړل شوی دی.)) نن له غرمې وروسته د کابل ښار په وزیر اکبرخان، دارالامان سړک او پلچرخی کې یو شمېر وسلوال درېیو ودانیو ته ننوتل او پر یو شمېر سفارتونو، د ملی شورا پر ودانۍ او د ایساف پر مرکز د درنو او سپکو وسلو بریدونه کوی. د لومړنیو راپورونو له مخې، د ملی شورا له سیمې څخه پنځه ټپیان روغتون ته وړل شوی چې ټول ملکی وګړی دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک اژانس ته وویل، چې دوى پر یوه وخت په کابل، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونوکې وسلوال بریدونه پیل کړی دی. هغه زیاتوی، چې په یادو سیمو کې جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه درلودل.