د کورنیو چارو وزارت وایی ، چې د تېرې ورځې په ډله ییزو بریدونو کې 36 بریدکوونکی ، اته دولتی سرتیری او درې عام وګړی وژل شوی او 40 امنیتی کسان او 25 عام وګړی ټپیان دی. تېره ورځ شاوخوا یوه بجه وسلوالو مخالفینو د کابل په درېیو سیمو او د لوګر، ننګرهار او پکتیا په مرکزونو کې ډله ییز ځانمرګی او وسلوال بریدونه وکړل . د ننګرهار په مرکز جلال آباد او د پکتیا په مرکز ګردېز کې یاد شوی بریدونه پرون مازیګر پاى ته ورسېدل ، خو په لوګر کې یې د شپې تر دوو بجو دوام وکړ او د کابل د دارلامان پر سړک ملی شورا ودانۍ ته څېرمه او د شېرپور په سیمه کې تر نن سهاره مقاومت روان و. دغه راز د کابل ښار د پکتیا کوټ د سیمې برید تېره شپه اته بجې پاى ته ورسېد. وسلوال مخالفین په کابل کې د شېرپور، د څرخی پله په پکتیاکوټ او د ملی شورا مخې ته د دارالامان پر سړک په درېیو نیم کاره ودانیو کې ځاى پر ځاى شوی وو او له هغو ځایونو څخه یې پر مهمو دولتی او د یو شمېر سفارتونو په ګډون د بهرنیو ادارو پر ودانیو راکټی او د سپکو وسلو بریدونه کول. دغه راز په ننګرهار کې وسلوالو د موټر بمونو په وسیله د ننګرهار پر ولایتی بیارغونې ډلې ( پی ار ټی )او هوایی ډګر، په ګردېز کې پر امنیه قوماندانۍ او د پولیسو د زون د مرکز پر ودانیو او په لوګر کې پر دولتی ودانیو بریدونه ترسره کړل. د کورنیو چارو وزیر سترجنرال بسم الله محمدی نن په یوه خبری ناسته کې وویل ، چې په کابل کې د بریدکوونکیو مقاومت ځکه تر نن سهاره وځنډید، چې امنیتی ځواکونو د ملکی مرګ ژوبلې د مخنیوی په موخه په عملیاتو کې له احتیاط څخه کار اخیست. سرچینې زیاته کړه ، چې د کابل د شېرپور په سیمه کې لوړپوړې ودانۍ ته وسلوال مخالفین په چادریو کې ننوتی و او ددې لپاره ، چې څوک پرې شک ونه کړی ، له ځان سره یې هغه ګل لېږداوه ، چې خلک یې د کوژدې په مراسمو کې کاروی. دى وایی،چې په جلال اباد کې له بریدکوونکیو څخه یوتن ژوندى هم نیول شوى او ویلی یې دی، چې بریدکوونکی پر حقانی ډلې پورې تړاو لری. د محمدی په وینا، بریدکوونکی له پولې هغه خوا راغلی او د ویرې خورولو په موخه یې بریدونه تر سره کړی دی . خو د ملی دفاع وزارت د اوپراسیون مشر تورن جنرال افضل امان د کابل د 111 فرقې له قوماندان تورن جنرال قدم شاه سهیم سره په ګډه خبری ناسته کې وویل، چې د تېرې ورځې په بریدونو کې 32 وسلوال مخالفین وژل شوی او یوتن په پکتیا کې ژوندى نیول شوى دى . دى وایی، چې د تېرې ورځې په بریدونو کې د ملی اردو درې سرتېرې وژل شوی او 15 ټپیان دی. دى وایی ، چې د ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړ دى. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په کابل کې 14 بریدکوونکی ، په ننګرهار کې نهه تنه ، په لوګر کې 6 تنه او په ګردېز کې درې تنه بریدکوونکی وژل شوی دی . د کابل د 111 فرقې قوماندان تورن جنرال قدم شاه سهیم وویل، چې د ملی اردو په ګډون امنیتی ځواکونو د کابل په پکتیاکوټ کې د بریدکوونکیو پر وړاندې عملیات پیل کړل او د شپې په 8 بجو ټول بریدکوونکی له منځه ولاړل. دده په وینا، د کابل ښار د شېرپور سیمه او ملی شورا ته څېرمه سیمه کې ټول برید کوونکی نن سهار شاوخوا اووه بجې له منځه ولاړل. وسله والو طالبانو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې په یادو ټولو بریدونو کې د دوى 30 وسله وال وژل شوی او 220 کورنیو او بهرنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . وسلوالو طالبانو ویلی، چې د تېرې ورځې بریدونه د دوى د پسرلنیو عملیات پیل دى.