ولسی جرګې د تېرې ورځې بریدونه وغندل او وایی، مخالفین د سولې په برخه کې د حکومت له غیر شفاف سیاست او د هېواد په ګاونډ کې له امن ځایونو په ګټې اخیستو دا ډول کړنې کوی. تېره ورځ شاوخوا یوه بجه وسلوالو مخالفینو د کابل په درېیو سیمو او د لوګر، ننګرهار او پکتیا په مرکزونو کې ډله ییز ځانمرګی او وسلوال بریدونه پیل کړل، چې ځینو یې تر نن سهاره دوام درلود. په کابل کې له یادو بریدونو څخه یو یې له یوې لوړ پوړې نیم کاره ودانۍ څخه د ملی شورا پر ودانۍ وشو. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې 36 بریدکوونکی، اته دولتی سرتېری او درې عام وګړی وژل شوی، 40 امنیتی کسان او 25 عام وګړی ټپیان دی. له همدې امله نن ولسی جرګې فوق العاده غونډه جوړه کړه او د اعلامیې په خپرولو سره یې دغه بریدونه وغندل. په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلی: "باور لرو، څوک چې زموږ د هېوادوالو وینې تویوی، د هېواد په ګاونډ کې له امن پناه ځایونو او د سولې په اړه د حکومت له غیر شفاف سیاست څخه په ګټې اخیستو غیر انسانی کړنو ته دوام ورکوی." ولسی جرګې ویلی چې ټولو افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو ته، چې د تېرې ورځو د بریدونو په شنډولو کې یې زړورتیا ښودلې، فوق العاده رتبه او سرتېرو ته نغدی مکافات په پام کې ونیول شی. په اعلامیه کې په راتلونکی کې د دا ډول بریدونو د مخنیوی په موخه د امنیتی ځواکونو د ډېرو هڅو غوښتنه شوې او ویلی یې دی: "کشفی او استخباراتی ارګانونه نور باید دښمن ته د ورانکاریو وخت ورنه کړی." د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی وویل، د تېرې ورځې بریدونو وښوده چې وسلوال طالبان نه غواړی له افغان دولت سره سوله وکړی. دى وایی، چې دولت باید له وسلوالو مخالفینو سره د سولې په برخه کې سیاست بدل کړی. د ده په وینا، که حکومت د سولې په برخه کې پر خپل اوسنی دریځ ولاړ وی، نو هېواد به د تېرې ورځې تر بریدونو له سختو امنیتی ګواښونو سره مخ شی. وسلوالو طالبانو ویلی، چې د تېرې ورځې بریدونه د دوى د پسرلنیو عملیات پیل دى او په ترڅ کې یې د هغوى 30 وسلوال وژل شوی او شاوخوا 200 افغان او بهرنیو سرتېرو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده. د ولسی جرګې په نننۍ فوق العاده غونډه کې په دغې جرګه کې د کندهار استازی محمدنعیم حمیدزی لالی وویل، چې امنیتی ځواکونه د هېواد د امنیت په ساتلو کې پوره هڅې نه کوی. هغه زیاته کړه: ((د ښار مرکزی سیمو ته د ترهګرو رسېدل، د امنیتی ځواکونو ضعف ښیی.)) هغه له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې د امنیتی ځواکونو د چارواکو په اړه له سره کتنه وکړی. په دغې جرګه کې د کابل استازې نظیفه ذکی هم وایی، چې په هېواد کې ډېر په کارپوه کسان شته او د امنیتی ځواکونو په مشرتابه کې باید بدلون راشی.