Back
افغان او ناټو ځواکونو برګمټال ولسوالی بېرته ونیوله
Published: 1389/05/04 0:0News ID: 987Source: ایرکا خبری آژانس

د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې تېره شپه د نورستان د برګمټال ولسوالی بېرته ونیوله.
وسله والو طالبانو وړمه شپه په یوولسو بجو له دوه ورځنیو نښتو وروسته دغه ولسوالی نیولې وه او حکومتی ځواکونه له ولسوالۍ وتی وو.
د نورستان امنیه قوماندان جنرال قسیم پیمان رسنیو ته وویل، چې ولسوالی یې تېره شپه په یوولس نیمو بجو بېرته ونیوله.
هغه زیاته کړه، چې د ملی اردو کومانډو ځواکونه ولسوالۍ ته د پراشوت له لارې پیاده شوی وو او د ناټو هوایی ځواک هم ورسره مرسته کوله.
دى وایی، چې اوس ولسوالی د حکومتی ځواکونو په لاس کې ده.
په ختیزو ولایتونو کې د سیلاب قول اردو د دویمې لوا ویاند جګړن شېر آقا وویل، چې د تېرې شپې په عملیاتو کې د ملی اردو د دویمې، دریمې لوا او کومانډو ځواکونو برخه اخیستې وه.
هغه زیاته کړه، چې ملی او سرحدی پولیس هم په دې عملیاتو کې ګډون کړى وو.
یادو شویو چارواکیو د تېرې شپې په نښته کې د دواړو لوریو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل