نامعلومو هکرانو د وسلوالو طالبانو مرکزی ویبپاڼه (الاماره) هک کړې ده. دغه کار نن (د غویی اومه) غرمه مهال شوى؛ ځکه چې تر غرمې مخکې دغه ویب پاڼه فعاله او په کې د ورځنیو تازه خبرونو ترڅنګ د وسلوالو طالبانو اعلامیې، مقالې او لیکنې هم پر لیکه شوې وې. په هک شوې وېب پاڼه، کې په پښتو، انګلیسی او عربی ژبو بېلابېلې جملې لیکل شوې او یو شمېر انځورونه هم چاپ شوی دی. لومړى انځور د کوترو دى، چې د الوتنې په حال کې دی او ځینې یې پر ځمکه ناستې دی. د دغه انځور د پاسه په پښتو او لاندې ترې په انګلیسی ژبه لیکل شوی دی چې: ((تاوتریخوالى، چې په هر ډول وی، د غندنې وړ دى ، په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا د عامو خلکو وژل، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دا د افغان امنیتی ځواکونو مسوولیت دى، چې خپل ولس ته سوله تامین کړی.)) له دې لاندې په دویم غټ انځور کې نور واړه واړه هغه انځورونه یو ځاى شوی، چې د طالبانو له خوا په بېلابېلو پېښو کې خلک او ښځې وژل کېږی او یا وهل کېږی. داسې ښکاری، چې په دغو تصویرونو کې لږ تر لږه دوه یې په طالبانو پورې اړه نه لری. د دغه غټ انځور په منځ کې په تورو ټکو په عربی ژبه (صوت الحقیقه یا د حقیقت غږ) لیکل شوی دی. تر دغه انځور لاندې په پښتو ژبه لیکل شوی: ((چې یوه ګوته بل ته ونیسې، څلور ځان ته کېږی.)) د سیاسی چارو شنونکى او د طالبانو د واکمنۍ مهال یو چارواکى محمدحسن حقیار وایی، چې دا د استخباراتو کار دى. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو قوی ویب سایټ بندول د بهرنیو کار کېداى شی؛ ځکه چې هغوى قوی تخنیک کاران لری او دغسې کارونه کولاى شی. حقیار وایی، چې په طالبانو کې پیاوړی د اى ټی کسان شته او وېب سایټ یې هم ښه پیاوړى دى. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی. د یادونې ده، چې په تېر یوه کال کې دغه دویم ځل دى چې د وسلوالو طالبانو وېب پاڼه هک کېږی، څو میاشتې مخکې هم د دوى ویب پاڼه هک شوې وه او په کې د دوى د مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر ورکړل شوى و، چې وروسته دا ادعا رد شوه.