Back
د مشرانو جرګې مرستیال: د 2013 کال لپاره په غزنی کې هېڅ کار نه دى شوى
Published: 1391/02/11 0:0News ID: 9972Source: آژانس خبری افغان ایرکا

د مشرانو جرګې لومړى مرستیال وایی چې د 2013 کال لپاره په دې ولایت کې هېڅ کار نه دى شوى.
غزنی پنځه کاله مخکې د اسلامی هېوادونو د کنفرانس له لوری د اسلامی تمدن د پلازمېنې په توګه اعلان شوى او ټاکل شوې ده، چې له دغه کال رارسېدو مخکې په دې ولایت او ښار کې د بیارغونې ډېر کارونه ترسره شی.
خو د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم ایزدیار، چې له یو شمېر نورو سناتورانو سره دې ولایت ته راغلى، د غزنی له والی موسى خان اکبرزاده یې په ګډه خبری غونډه کې وویل، چې دولت د دغه ویاړ او د دغه مناسبت د نمانځنې په موخه د چمتووالی لپاره هېڅ ګټور ګامونه نه دی پورته کړی.
هغه زیاته کړه: ((څو ځلې مو د برېښنا، مالیې، ترانسپورت، اطلاعاتو کلتور وزیران احضار کړی او په دې اړه مو ورسره خبرې کړی او ژمنې یې هم راسره کړې وې، چې په غزنی کې به د لسګونو میلیونونو پروژې پلې کوی، خو تراوسه یې هېڅ نه دی کړی.))
د مشرانو جرګې مرستیال هیله څرګنده کړه، چې په کم وخت کې حکومت ډېر کار وکړی، څو ترلاسه کړى نوم له لاسه ورنه کړی.
د غزنی والی موسى خان اکبرزاده وویل، کله چې غزنی په 2007 کال کې د اسلامی هېوادونو د اسلامی تمدن د پلازمېنې په توګه ونومول شو، نو له هغه وخته تر ننه پورې د دولت له لوری په دغې برخه کې هېڅ کار نه دى شوى.
هغه زیاته کړه، دولت ژمنه کړې وه چې په غزنی کې به تر 2013 کال پورې 200 میلیونه ډالره ولګوی؛ خو تراوسه له دې څخه یوه افغانۍ هم نه ده لګول شوې.
اکبرزاده وویل: ((له دولت څخه ګیله مند یم، چې په خپلو ژمنو یې وفا ونه کړه او د 2013 کال په ویاړ یې هېڅ ونه کړل.))
والی وایی، که څه هم په غزنی کې د بیارغونې ډلې له لوری څه ناڅه کارونه شوی دی؛ خو هغه کلیدی وزارتونه، لکه مالیې وزارت، ترانسپورت، د ښاری پراختیا، ښار جوړونې او یو شمېر نور وزارتونه چې د 2013 کال یو شمېر پروژې په دوى پورې تړلې وې، یوه یې هم نه ده ترسره کړې او نه هم د مالیې وزارت په خپل وخت سره بودجه ورلېږلې ده.
موسى خان اکبرزاده وویل، که څه هم د نورو کلونو په پرتله امنیت ښه شوى دى؛ خو بیا هم دوى خپلې پروژې نه پلی کوی.
د غزنی د ولایتی شورا مرستیال عبدالجامع جامع هم پر یو شمېر وزارتونو تور ولګاوه، چې د 2013 کال لپاره یې په غزنی کې څه نه دی کړی.
نوموړی زیاته کړه، چې د لسګونو میلیونونو ډالرو د پروژو ژمنې شوې دی؛ خو تراوسه یې یوه هم نه ده پلی شوې.
جامع وایی، څو کاله وړاندې له غزنی نه تر جاغوریو ولسوالۍ پورې غځېدلى سړک، له غزنی نه تر ګردېزه او یو شمېر نورو ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو کارونه پیل شوی وو، چې اوس په نیمایی کې په ټپه ولاړ دی.