خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/13 0:0کد خبر: 10008

طالبانو د «الفاروق» په نوم د نویو پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړ

طالبانو د «الفاروق» په نوم د نویو پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

وسلوالو طالبانو سر له سبا په ټول هېواد کې د الفاروق په نوم د نویو پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو اعلان وکړ. خو د ملی دفاع وزارت دا یوه تبلیغاتی جنګ بولی او زیاتوی چې د هېواد ملی ځواکونه د هر ډول بریدونو شنډولو توان لری. د طالبانو د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا د غویی په 13مه پژواک خبری اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د هر نوی کال پیل د هېواد د موسمی شرایطو له مخې د جنګونو او مبارزې د توندولو وخت وی، نو طالبان هم د پخوا په څېر د الفاروق په نامه نوی پسرلنی عملیات پیلوی. دوى ادعا کړې، چې دغه نوی عملیات به ډېر بریالی وی او د دغو عملیاتو په پایله کې به بهرنی ځواکونه اړ شی چې له افغانستان څخه ووځی. د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د الفاروق د عملیاتو لومړنۍ موخه بهرنی ځواکونه، د هغوى سلاکاران، قراردادیان او له بهرنیو ځواکونو سره مرسته کوونکی پوځی، استخباراتی او مرستندوى ځواکونه دی. په خبرپانه کې طالبانو دغه راز ګواښ کړى، چې په نوو عملیاتو کې به لوړ پوړی حکومتی چارواکی، د ملی شورا غړی، د دفاع، امنیت او کورنیو چارو وزارتونو منسوبین د سولې د عالې شورا او ټول هغه خلک چې د طالبانو پر ضد فعالیت کوی، په نښه کېږی. طالبانو ویلی، چې په عملیاتو کې به له نویو جنګی تکتیکونو کار اخیستل کېږی او زیاته کړې یې ده، چې د عملیاتو پر مهال به د ولسی وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوی. دوى له خلکو غوښتی، چې د عملیاتو او چاودنو پر مهال دې د پېښو له سیمو ځان لرې وساتی. خو د ملی دفاع وزارت ویاند تورن جنرال ظاهر عظیمی دغه یو تبلیغاتی جنګ بولی او زیاتوی، چې ملی ځواکونه د دوى د بریدونو د شنډولو توان لری. هغه پژواک اژانس ته وویل، چې ملی ځواکونه اوس ډېر پیاوړی او ښه روزل شوی او تر پخوا اوس په ښه توګه د خپل ولس ساتنه کولاى شی. د عظیمی په وینا، تېره میاشت ملی ځواکونو په کابل کې د شوو ډله ییزو بریدونو په شنډولو سره وښوده، چې دوى مخالفینو ته اجازه نه ورکوی، چې د خلکو ځان او مال ته زیان ورسوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.