خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/05 0:0کد خبر: 1007

د محرمو اسنادو د څرګندیدو په اړه د افغان حکومت غبرګون

د محرمو اسنادو د څرګندیدو په اړه د افغان حکومت غبرګون  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

افغان حکومت وایی، چې د ویکی لیکس په نوم د محرمو اسنادو د څیړونکې ډلې له خوا د افغانستان د جنګ او له طالبانو سره د پاکستان د استخباراتی شبکې د همکاریو په اړه به ډیرې څیړنې وکړی. د ولسمشر کرزی ویاند د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې د دغو پټو اسنادو خپرېدل د تروریزم په وړاندې د مبارزې او نورو مسایلوپه اړه ښه معلومات دی. د افغانستان د جنګ او په دې جنګ کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه د لسګونو زرو پټو استخباراتی اسنادو له خپرېدو وروسته افغان حکومت اعلان وکړ، چې د دې اسنادو په اړه به جدی څیړنې وکړی. د ولسمشر کرزی ویاند وحید عمر د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دغو اسنادو خپرېدل له مسایلونه د خبرېدو ښه منبع ده او کولاى شی، چې له تحقیقاتو وروسته ډېر نور مسایل هم په ډاګه کړی. ښاغلی عمر د خپلو خبرو په دوام وویل: "لاهم د دغو معلوماتو په اړه زموږ څیړنې روانې دی او دا چې په اړه یې په تفصیل خبرې وکړو له وخت نه مخکې خبره ده. د دې اسنادو خپرېدل د ټولو لپاره د ډیرو معلوماتو ترلاسه کول دی او دا ښیی، چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته رسیدل هغه وخت امکان لری، چې د تروریستانو د تمویل، روزنې او تجهیز مرکزونه له مینځه ولاړشی." وحید عمردغه راز وویل، چې د ویکې لیکس په نوم د محرمو اسنادو د څیړونکې ډلې په خپاره شویو اسنادو کې په افغانستان کې د ملکی تلفاتو او د دې تلفاتو د رامنځ ته کیدو د څرنګوالی په اړه هم مهم مسایل خپاره شوی، چې دا ملکی تلفات د افغان حکومت او خلکو ترمنځ د فاصلې د زیاتېدو لامل ګرځیدلى دى. د ویکې لیکس ډلې دا اوس اوس د افغانستان د جنګ او له وسله والو طالبانو څخه د پاکستان د استخباراتی شبکې د مرستې او ملاتړ په اړه یونوی زره پټ اسناد خپاره او په ډاګه کړی. په دې پټو اسنادو کې دې ته هم اشاره شوې، چې د پاکستان استخباراتی شبکې یا اى. اېس. اى هغه مرستې چې نوموړی هېواد ته د تروریزم په وړاندې د مبارزې لپاره ورکړ شوی له طالبانو څخه د ملاتړ په برخه کې لګولی دی. وحید عمر وویل چې دوى په پاکستان کې د تروریستانو د روزنې، تمویل او تجهیز په اړه مسایل له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا له متحده ایالاتو سره شریک کړی دی. د ولسمشر کرزی ویاند خبردارى ورکړ ترڅو چې په پاکستان کې د تروریستانو دا ځالې له منځه لاړې نه شی نو په سیمه کې امنیت هم نه شى ټینګیداى: "خپلې غوښتنې مو ډېر ځلې مطرح کړی او یوځل بیایې مطرح کوو، چې د افغانستان خلک، حکومت او ټوله نړۍ معلومات لری او دغه راز د پاکستان حکومت او خلک هم په دې پوهیږی چې ترڅو په پاکستان کې د تروریستانو د تمویل، تجهیز او فکری روزنې مرکزونه ویجاړ نه شی په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل لری او ناممکنه خبر ده." په تیرو وختونو کې هم د افغانستان په جنګ کې د پاکستان د لاس لرلو او له تروریستی ډلو او شبکو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه ډېر راپورونه خپاره شوی خو دا ډول راپورونه د پاکستان له خوا رد شوی دی. لاتراوسه نه ده معلومه، چې د دې پټو اسنادو خپرېدل به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د افغانستان په اړوندو مسایلو کې د پاکستان د استخباراتی شبکې په فعالیتونو څه اغیزه وکړی. خو کارپوهان وایی، چې نړیوال او امریکا باید په پاکستان کې د تروریستانو مرکزونه ویجاړ او د پاکستان د استخباراتی شبکې په وړاندې جدی چلند غوره کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.