بېرته
د محرمو اسنادو د څرګندیدو په اړه د افغان حکومت غبرګون
د خپرېدو نېټه: 1389/05/05 0:0د خبر شمېره: 1007سرچینه: ایرکا خبری آژانس

افغان حکومت وایی، چې د ویکی لیکس په نوم د محرمو اسنادو د څیړونکې ډلې له خوا د افغانستان د جنګ او له طالبانو سره د پاکستان د استخباراتی شبکې د همکاریو په اړه به ډیرې څیړنې وکړی. د ولسمشر کرزی ویاند د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې د دغو پټو اسنادو خپرېدل د تروریزم په وړاندې د مبارزې او نورو مسایلوپه اړه ښه معلومات دی.
د افغانستان د جنګ او په دې جنګ کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه د لسګونو زرو پټو استخباراتی اسنادو له خپرېدو وروسته افغان حکومت اعلان وکړ، چې د دې اسنادو په اړه به جدی څیړنې وکړی.
د ولسمشر کرزی ویاند وحید عمر د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دغو اسنادو خپرېدل له مسایلونه د خبرېدو ښه منبع ده او کولاى شی، چې له تحقیقاتو وروسته ډېر نور مسایل هم په ډاګه کړی.
ښاغلی عمر د خپلو خبرو په دوام وویل:
"لاهم د دغو معلوماتو په اړه زموږ څیړنې روانې دی او دا چې په اړه یې په تفصیل خبرې وکړو له وخت نه مخکې خبره ده.
د دې اسنادو خپرېدل د ټولو لپاره د ډیرو معلوماتو ترلاسه کول دی او دا ښیی، چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته رسیدل هغه وخت امکان لری، چې د تروریستانو د تمویل، روزنې او تجهیز مرکزونه له مینځه ولاړشی."
وحید عمردغه راز وویل، چې د ویکې لیکس په نوم د محرمو اسنادو د څیړونکې ډلې په خپاره شویو اسنادو کې په افغانستان کې د ملکی تلفاتو او د دې تلفاتو د رامنځ ته کیدو د څرنګوالی په اړه هم مهم مسایل خپاره شوی، چې دا ملکی تلفات د افغان حکومت او خلکو ترمنځ د فاصلې د زیاتېدو لامل ګرځیدلى دى.
د ویکې لیکس ډلې دا اوس اوس د افغانستان د جنګ او له وسله والو طالبانو څخه د پاکستان د استخباراتی شبکې د مرستې او ملاتړ په اړه یونوی زره پټ اسناد خپاره او په ډاګه کړی.
په دې پټو اسنادو کې دې ته هم اشاره شوې، چې د پاکستان استخباراتی شبکې یا اى. اېس. اى هغه مرستې چې نوموړی هېواد ته د تروریزم په وړاندې د مبارزې لپاره ورکړ شوی له طالبانو څخه د ملاتړ په برخه کې لګولی دی.
وحید عمر وویل چې دوى په پاکستان کې د تروریستانو د روزنې، تمویل او تجهیز په اړه مسایل له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا له متحده ایالاتو سره شریک کړی دی.
د ولسمشر کرزی ویاند خبردارى ورکړ ترڅو چې په پاکستان کې د تروریستانو دا ځالې له منځه لاړې نه شی نو په سیمه کې امنیت هم نه شى ټینګیداى:
"خپلې غوښتنې مو ډېر ځلې مطرح کړی او یوځل بیایې مطرح کوو، چې د افغانستان خلک، حکومت او ټوله نړۍ معلومات لری او دغه راز د پاکستان حکومت او خلک هم په دې پوهیږی چې ترڅو په پاکستان کې د تروریستانو د تمویل، تجهیز او فکری روزنې مرکزونه ویجاړ نه شی په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل لری او ناممکنه خبر ده."
په تیرو وختونو کې هم د افغانستان په جنګ کې د پاکستان د لاس لرلو او له تروریستی ډلو او شبکو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه ډېر راپورونه خپاره شوی خو دا ډول راپورونه د پاکستان له خوا رد شوی دی.
لاتراوسه نه ده معلومه، چې د دې پټو اسنادو خپرېدل به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د افغانستان په اړوندو مسایلو کې د پاکستان د استخباراتی شبکې په فعالیتونو څه اغیزه وکړی.
خو کارپوهان وایی، چې نړیوال او امریکا باید په پاکستان کې د تروریستانو مرکزونه ویجاړ او د پاکستان د استخباراتی شبکې په وړاندې جدی چلند غوره کړی.