خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د اجمل خټک مزار په بمونو والوځول شو

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
نامعلومو کسانو د پښتو ژبې د وتلی شاعر اوملتپاله سیاستمدار اجمل خټک مزار نن ماخوستن په بمونو والوځاوه.
اجمل خټک دوه کاله مخکې د ورپیښې ناروغۍ له امله پحق رسیدلی و او د کوزې پښتونخوا د نوښار په اکوړه خټک سیمه کې خاورو ته سپارل شوی و.
د نوښار د پولیسو مشر محمود حسین د غویی په 20مه، پژواک خبری اژانس ته وویل چې دا پیښه نن ماخوستن په ځایی وخت په اتو بجو رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه چې نامعلومو کسانو د اجمل خټک پر قبر نوی جوړیدونکی مزار کې چې د بشپړیدو په وروستیو مراحلو کې و، بمونه ایښی وو او د ریموټ کنټرول په وسیله یې چاودنه ورکړې ده.
نوموړی وایی چې پولیس سیمې ته رسیدلی او د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دی.
د اجمل خټک زوی ایمل خټک د پیښې د تایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل چې دی نه پوهیږی دغه کار به چا کړی وی.
هغه زیاته کړه : (( زما پلار د خپل ولس لپاره مبارزه کړې وه ، له کومې وسلوالې ډلې یا حکومتونو سره یې تړاو نه درلود، دهغه مزار د پښتو او سوله پالو ددښمنانو لخواالوځول شوی دی.))
ایمل خټک ددې پیښې د غندنې ترڅنګ وویل چې دوی به د خپل پلار لخوا پیل شوې مبارزې ته ادامه ورکوی.
د کوزې پښتونخوا ملتپاله سیاستمدار افضل خان لالا د اجمل خټک د مزار په بمونو د الوځولو پیښه وغندله او دا یې د هغو خلکو کار وباله چې پښتنو سره دښمنی نه لری.
هغه زیاته کړه ، څوک چې مسلمان او پښتون وی، دا کار نه ترسره کوی.
دافغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلم یار د خپلې جرګې او افغانانو په استازیتوب دغه کار وغندله.
هغه زیاته کړه چې اجمل خټک پیاوړی پښتون سیاستمدار او شاعر و چې د لر او بر پښتنو ورته زیاته احترام درلود.
اجمل خټک د کوزې پښتنونخوا د نوښار د اکوړه خټک په سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې وې.
هغه تر اتم ټولګی پورې په خپل کلی کې زده کړې وکړې او بیا د پېښور په عالی ښوونځی کې شامل شو، خو دا چې اجمل خټک په ځینو سیاسی چارو کې فعال ښکېل و، نو په دې تور، چې انګریزی ضد فعالیتونه کوی، د وخت د حکومت لخوا له ښوونځی نه ووېستل شو.
خو له پوهې سره مینې، دى غلى نه کړ او په شخصی توګه یې لوست ووایه؛ عربی، پښتو او فارسی ژبې یې ولوستې، انګریزی ژبه یې هم زده کړه او پوهنتون ته یې د ازموینې په ورکولوسره، پیل وکړ.
خو له ازموینې څخه راووېستل شو او زندانی یې کړ، ده په زندان کې هم زده کړه وکړه او له همغه ځایه یې ازموینې ورکړې، ځکه یواځې د ازموینې په ورځ یې اجازه ورکوله، چې له زندان څخه ازموینې ته ورشی.
خټک، له زندان څخه وروسته پېښور پوهنتون ته بریالى شو. بیا ونیول شو او دا ځل یې د مچ مشهور زندان ته بوته، خو بیا یې هم لوست ته شا نه کړه او له همغه ځایه یې د فلسفې او ارواپوهنې ازموینه ورکړه.
له 1942 څخه تر1944 زېږدیز کال پورې یې سیاسی فعالیت کاوه او له ستونزو سره هم ډېر مخ و، خو په 1947 کال کې پاکستان جوړ شو او د دده ستونزې د پخواپه پرتله په کمېدو شوې. نوموړى د نېشنل عوامی ګوند منشی هم پاتې شوى دى.
د ښوونکی دنده یې ترسره کړې او په پېښور راډیو کې یې هم کار کاوه او پروګرامونه به یې ورته لیکل، خو د ژوند ډېره برخه یې لیکنې ته ځانګړې کړې ده. اجمل خټک مشهورشاعر اولیکوال و د هغه 13 کتابونه او 18 رسالې چاپ شوې دی.
ځینې کتابونه یې په ارود ژبه هم لیکلی دی. لومړنى کتاب یې د غیرت چیغه نومېده. نور کتابونه یې د ژوند چیغه، ژوند او خوند، ګلونه او تکلونه، افغان ننګ، کچکول، سرې غونچې، د ژوند خاطرې او ځینې نور دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.