افغانستان په ا یران کې د کتاب په نړیوال نندارتون کې د 77 هېوادونو تر منځ لومړى مقام ترلاسه کړ.
د افغانستان د خپرندویانو او کتاب پلورونکو د سراسری اتحادیې رییس اجمل عازم نن د دغه مطلب په څرګندولو سره پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دغه نندارتون د کتاب د نړیوالې اونۍ په مناسبت د غویی له 14 تر 24مې پورې په تهران کې جوړ شو.
هغه وویل، چې په دغه نندارتون کې د 77 هېوادونو ډول ډول کتابونه په 200 غرفو کې نندارې ته وړاندې شوی وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې له افغانستان څخه د تاریخ، سیاست، کولتور او نورو برخو کې زر عنوانه ډول ډول کتابونه، چې شمېره یې لسګونه زره ټوکو ته رسېږی، په یوه غرفه کې نندارې ته وړاندې شوی وو.
د عازم په وینا، افغانستان له دې امله د دغه نندارتون لومړى مقام ترلاسه کړ، چې د افغانستان اړوند غرفې د نندارتون د ټولو غرفو په منځ کې زیات لیدونکی لرل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، هره ورځ نږدې پنځلس زره کسانو د افغانستان له غرفې نه لیدنه کوله.
هغه وویل، چې د نندارتون د لسو ورځو په موده کې د نورو ترڅنګ په ایران کې 60 زره افغان کډوالو د افغانستان له غرفې لیدنه وکړه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ناشرانو اتحادیې په خپله غرفه کې 10زره ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې کړی وو، چې ټول وپلورل شول.
عازم وایی، چې له 25 کلونو راپه دېخوا هر کال په ایران کې داسې نندارتون جوړېږی، خو دا لومړى ځل دى، چې افغانستان په هغه کې ګډون کوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: