خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/06 0:0کد خبر: 1027

د امریکا کانګرېس په افغانستان کې د دوی د سرتېرو د لګښت بودیجه منصوره کړه

د امریکا کانګرېس په افغانستان کې د دوی د سرتېرو د لګښت بودیجه منصوره کړه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د تازه دمو امریکایی سرتیرو لپاره د لګښت دا لایحه په داسې حال کې تصویب شوې، چې د کانګرېس یو شمیر غړی د افغانستان د شاوخوا نهې کلنې جګړې پر څرنګوالی انتقادونه لری. د امریکا د سنا مجلس لا دمخه دا پیسې منلې وې او د دې لپاره چې دا لایحه د قانون بڼه غوره کړی باید د ولسمشر باراک اوباما له خوا لاسلیک شی. دا په داسې حال کې ده، چې د متحده ایالاتو کانګرېس په افغانستان او ګاونډی پاکستان کې د ملکی ماموریت اقتصادی او پراختیایی چارو لپاره 4میلیارده ډالر هم منظور کړی دی. د رویټرز اژانس په وینا د استازو په مجلس کې د ډیموکراټانو په مقایسه جمهوری غوښتونکو په افغانستان کې د تازه امریکایی ځواکونو د لګښت په پلوی رای ورکړې. په کانګریس کې د ډیموکراټ ګوند غړی د دغې بودیجې پر سر له څو میاشتو راهیسې په خبرو او بحثونو بوخت ول او تېره ورځ 102ډیموکراټانو د دغې لایحې په خلاف رایه ورکړه. دا پیسې د هغو 130 میلیارده ډالرو بودیجې سربیره دی، چې د روان کال په سر کې د امریکا کانګرېس د افغانستان او عراق د جګړې لپاره منظوره کړې ده. رویټرز خبری اژانس وایی، له 2001 میلادی کال راهیسې د متحده ایالاتو کانګرېس یو تریلیون ډالر د دواړو جګړو د لګښت په توګه منظور کړی دی. د کانګرس یو شمېر غړی، چې د افغانستان پر جګړې انتقادونه کوی وایی، په دې ورستیو کې په ویکی لیکس ویب پاڼه د امریکا د محرمانه راپورونو او اسنادو خپرېدو د دوی دا نظریه پیاوړې کړې، چې د افغانستان جنګ امریکا ته په ډیره ګرانه بیه تمامیږی. د کانګریس یو شمیر غړو ویلی، د امریکا د دفاع وزارت زیات انتظار وویست څو په افغانستان کې د تازه دمو سرتیرو لپاره د استازو د مجلس له خوا دغه لګښت تصویب شی. د ولسمشر اوباما ادارې په تېره فبرورۍ میاشت له کانګرېس څخه دا پیسې غوښتې وې او د دفاع وزارت خبرداری ورکړی و، چې که تر اګسټ میاشت پورې دا بودیجه ترلاسه نه کړی نو مجبوره به شی چې د خپلو ملکی مامورینو تنخواګانې کمې کړی. د پنټاګون ویاند جیف موریل په یوې اعلامیه کې ویلی، چې د دفاع وزارت په تیرو څو اوونیو کې په نړی کې د متحده ایالاتو د پوځی عملیاتو د سمون لپاره د لګښت د ترلاسه کولو په خاطر پراخې او غیر عادی هڅې ترسره کړی دی. نوموړی وویل، په نوې بودیجې سره به د دفاع وزارت وتوانیږی، چې په افغانستان کې د سرتیرو شمیر زیات کړی او بل خوا په عراق کې عسکر راکم کړی. جیف موریل وویل، دا ګامونه د القاعده شبکې د ځپلو او ماتولو لپاره د متحده ایالاتو د هڅو یوه برخه ده.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.