خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د امریکا کانګرېس په افغانستان کې د دوی د سرتېرو د لګښت بودیجه منصوره کړه

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د تازه دمو امریکایی سرتیرو لپاره د لګښت دا لایحه په داسې حال کې تصویب شوې، چې د کانګرېس یو شمیر غړی د افغانستان د شاوخوا نهې کلنې جګړې پر څرنګوالی انتقادونه لری.
د امریکا د سنا مجلس لا دمخه دا پیسې منلې وې او د دې لپاره چې دا لایحه د قانون بڼه غوره کړی باید د ولسمشر باراک اوباما له خوا لاسلیک شی.
دا په داسې حال کې ده، چې د متحده ایالاتو کانګرېس په افغانستان او ګاونډی پاکستان کې د ملکی ماموریت اقتصادی او پراختیایی چارو لپاره 4میلیارده ډالر هم منظور کړی دی.
د رویټرز اژانس په وینا د استازو په مجلس کې د ډیموکراټانو په مقایسه جمهوری غوښتونکو په افغانستان کې د تازه امریکایی ځواکونو د لګښت په پلوی رای ورکړې.
په کانګریس کې د ډیموکراټ ګوند غړی د دغې بودیجې پر سر له څو میاشتو راهیسې په خبرو او بحثونو بوخت ول او تېره ورځ 102ډیموکراټانو د دغې لایحې په خلاف رایه ورکړه.
دا پیسې د هغو 130 میلیارده ډالرو بودیجې سربیره دی، چې د روان کال په سر کې د امریکا کانګرېس د افغانستان او عراق د جګړې لپاره منظوره کړې ده.
رویټرز خبری اژانس وایی، له 2001 میلادی کال راهیسې د متحده ایالاتو کانګرېس یو تریلیون ډالر د دواړو جګړو د لګښت په توګه منظور کړی دی.
د کانګرس یو شمېر غړی، چې د افغانستان پر جګړې انتقادونه کوی وایی، په دې ورستیو کې په ویکی لیکس ویب پاڼه د امریکا د محرمانه راپورونو او اسنادو خپرېدو د دوی دا نظریه پیاوړې کړې، چې د افغانستان جنګ امریکا ته په ډیره ګرانه بیه تمامیږی.
د کانګریس یو شمیر غړو ویلی، د امریکا د دفاع وزارت زیات انتظار وویست څو په افغانستان کې د تازه دمو سرتیرو لپاره د استازو د مجلس له خوا دغه لګښت تصویب شی.
د ولسمشر اوباما ادارې په تېره فبرورۍ میاشت له کانګرېس څخه دا پیسې غوښتې وې او د دفاع وزارت خبرداری ورکړی و، چې که تر اګسټ میاشت پورې دا بودیجه ترلاسه نه کړی نو مجبوره به شی چې د خپلو ملکی مامورینو تنخواګانې کمې کړی.
د پنټاګون ویاند جیف موریل په یوې اعلامیه کې ویلی، چې د دفاع وزارت په تیرو څو اوونیو کې په نړی کې د متحده ایالاتو د پوځی عملیاتو د سمون لپاره د لګښت د ترلاسه کولو په خاطر پراخې او غیر عادی هڅې ترسره کړی دی.
نوموړی وویل، په نوې بودیجې سره به د دفاع وزارت وتوانیږی، چې په افغانستان کې د سرتیرو شمیر زیات کړی او بل خوا په عراق کې عسکر راکم کړی.
جیف موریل وویل، دا ګامونه د القاعده شبکې د ځپلو او ماتولو لپاره د متحده ایالاتو د هڅو یوه برخه ده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.