خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
امریکایی سناتورانو له پاکستان سره د مرستو په کمولو موافقه وکړه

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د رویټرز د راپور له مخې د امریکا په سنا جرګه کې یوې فرعی کمیټې پرون له پاکستان سره د مرستو کمولو طرحې ته رایه ورکړه او ګواښ ېې وکړ که اسلام آباد د ناټو د کاروانونو پر مخ خپلې لارې خلاصې نه کړی له دې هیواد سره به د امریکا مرستې نورې هم کمې شی .
د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو مرستو د فرعی کمیټې مشر پاتریک لیهی وویل دې کمیټې د اوبا ما په غوښتنې سره له پاکستان سره خپلې مرستې په 2013 م کال کې 58 سلنه کمې کړې دی .
جمهوری غواړی سناتور لیندیزی ګراهام هم وویل د دې کمیټې د پریکړې په اساس له اسلام آباد سره د امریکا مرستې به یواځې 50 میلیون ډالرو ته محدودې شی .
ګراهام زیاته کړه موږ خپلو هغو هم تړونو ته چې سمه ملګرتیا نه راسره کوی پیسې نه ورکوو .
د بودیجې د تخصیص د فرعی کمیټې پریکړه باید د سنا جرګې او کانګریس په تصویب هم ورسی تر څو عملی بڼه خپله کړی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.